د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په ٢٩مه نېټه افغان حکومت له حزب اسلامي سره په کابل کې د سولې تړون لاسليک کړ. دا له ١٥ کلونو راهيسې د افغان حکومت او مخالفې ډلې تر منځ لومړی سوله ييز تړون دی چې د افغانستان د سوله ييز بهير د پرمخبيولو او د ملي روغې جوړې د عملي کولو لپاره يو مهم ګام ګڼل کېږي.
افغان ولسمشر اشرف غني په همدې ورځ د دې سوله ييز تړون د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ. که څه هم د حزب اسلامي مشر ګلبدين حيکمتيار په دغو مراسمو کې ګډون نه و کړی، خو په دغو مراسمو کې د ده لخوا د سوله ييز تړون د لاسليک په اړه ويډيو خپره شوه، هغه له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې له حکومت سره خبرې اترې وکړي.
اشرف غني وويل. د دې تړون لاسليک په افغانستان کې د لسګونو کلونو راهيسې د جګړې د ختمېدو لومړی ګام دی، هيلمن يم چې دا به د پراخې سولې د رامنځته کېدو پيلامه وګرځي. دغه تړون د افغانستان له اساسي قانون سره سمون خوري. دواړه خواوې به ژمنه وکړي چې د هېواد د سولې، ثبات او بيارغونې لپاره کوښښ وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |