CRI Online

په چين کې د بنګالي ژبې د يوې ځوانې ښوونکې د درس لومړۍ ورځ

cri     (GMT+08:00) 2016-09-30 15:33:47
په چين کې د بنګالي ژبې د يوې ځوانې ښوونکې د درس لومړۍ ورځ

ګرانو دوستانو! السلام عليکم!

په شپه کې د يون نان د قومي پوهنتون د دفتري ودانۍ د يوې کوټې څراغ لاهم روښان و، ځکه چې اغلی ګاو ژوي هونګ د ښوونکې په توګه د خپل لومړي درس لپاره تياريانې نيولې.

اغلی ګاو تير کال د چين له خبري رسنيو پوهنتون څخه فارغه شوې او د يون نان د قومي پوهنتون د جنوبي اسيا پوهنځي د بنګالي ژبې څانګې د يوې ښوونکې په توګه منل شوې ده چې د دغه پوهنځي د بنګالي ژبې څانګې د پيلولو په کارونو بوخته ده. دغه پوهنتون په چين کې د چين د خبري رسنيو پوهنتون پرته دوهم پوهنتون دی چې د بنګالي ژبې څانګه لري.

د بنګالي ژبه د جنوبي اسيا پوهنځي له جوړيدو وروسته لومړۍ څانګه ده او په دې اړه د يون نان پوهنتون رئيس نا جين هوا وويل:

بنګلاديش جنوبي او جنوب ختيځه اسيا سره پېوسته کوي او د بنګلاديش له خليج سره مخامخ موقعيت لري چې جنوبي اسيا ته د چين د تګ يوه مهمه لار هم ده. چين او بنګلاديش په دې وروستيو کلونو کې اړيکې نږدی کړې او د اقتصادي همکارۍ چوکاټ يی هم ايجاد کړی دی. يون نان ولايت له بنګلاديش سره هم ډير تګ راتګ لري او په يون نان ولايت کې د بهرنيو ژبو د کسانو د روزلو د مقر په توګه زموږ پوهنتون دنده هم لري چې د هيواد لپاره لازيات بااستعداده شخصيتونه وروزي.

د خبر له مخې د بنګالي ژبې څانګه يوازی د دغه پوهنځي لومړی ګام دی او اردو، نيپالي، سينګالي، تاميلي او پښتو څانګې هم د جوړيدو په حال کې دي. د ياد پوهنتون د ګوندي کميټې منشی چن لو يان وويل:

موږ اوس هم هڅه کوو چې د هيواد په دننه کې وتلی ښوونکي د جنوبي اسيا پوهنځي ته راجلب کړو. زموږ پوهنتون به خپل ښوونکي د لوړو او ښو ده کړو لپاره نورو پوهنتونونو او بهر ته وليږي. ښوونکي د دغو څانګو مهم شرايط او په ښه کيفيت کې کليدي رول لري .

سږکال په دوبنۍ رخصتۍ کې د جنوبي اسيا پوهنځي ښوونکې اغلی ګاو ژوي هونګ د دوو مياشتو د زده کړې لپاره بنګلاديش ته ورليږلې، د هندي ژبې له څانګې څخه دوه فارغ شوي زده کوونکي د راتلونکو ښوونکو په توګه هند ته ليږلي دي او د چين د نړيوالې راډيو له بنګالي څانګې څخه يی پروفيسر بای کای يوان هم استخدام کړی دی.

اغلی ګاو ژوي هونګ زده کوونکو ته د درس ورکولو په ترڅ کې هم ځيني ستونزې پيدا کړې دي او و يې ويل چې پخپله زده کول او زده کوونکو ته درس ورکول دوه بيل کارونه دي. د بنګالي ژبه ډير تلفظونه لري چې په چيني ژبه کې نه شته. زه بايد هغه لار پيدا کړم چې زده کوونکي ترې په اسانه توګه تلفظ زده کړي.

له درس وروسته اغلی ګاو تفريح ونه کړ ځکه چې هغه بايد د سبا د درسونو لپاره چمتوالی هم ونيسي او له غرمې وروسته بايد له پروفيسر بای سره يو ځای تدريسي کتاب وليکي. د دې ترڅنګ هغه د دغه ټولګي لارښوونکې هم ده چې د ادارې ځينی چارې هم لري. هغه پلان لري چې سبا د دغه ټولګي د زده کوونکو مشرتابه هم انتخاب کړي.

د دغو چارو له بشپړولو وروسته اغلی ګاو په ارامتيا سره خپل تدريسي پلان يو ځل بيا کتلی دی او سبا به د زده کوونکو د غږ لرونکو توريو د زده کړې په اړه څارنه وکړي. اوس بيرون باران اوريږي او اسمان هم تياره شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای