CRI Online

افغانستان کې٢٤ وسله وال ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2016-10-02 16:16:24

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د هلمند ولايتي حکومت نن ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په تيرو دوو ورځو کې څه دپاسه ٢٤ وسله وال طالبان د پوځي عملياتو په ترڅ کې ووژل او ځيني نور ټپيان شول.

په ياده اعلاميه کې د امنيتي پوځ د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دی ورکړل شوی خو دې ته اشاره شوې چې اړوند پوځي عمليات به په دې سيمه کې د وسله والو تر ليری کولو پوری دوام ولري.

وسله والو طالبانو چې د دی ولايت ځينۍ سيمې کنترول کوي، تر اوسه پدې هکله هيڅ ځواب نه دی ورکړی.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای