CRI Online

په افغانستان کې د م م مرستندويه هئيت د دوو چاودنو غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-03 08:53:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م مرستندويه هئيت د اکتوبر په دوهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دغه هېواد کې د دوو چاودنو غندنه وکړه. په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې په تېرو څو ورځو کې په هلمند او بادغيس ولايتونو کې هغه مهال دوه چاودنې وشوې چې موټرونه په سړکونو کې له ښخول شويو بمونو سره مخامخ شول چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول نولس کسان وژل شوي دي.

دغې اعلاميې د ياد هئيت د مسؤل له قوله ويلي، چې دغه دوې چاودنې د عامو افغانانو په مقابل جنګي جرم دی او د منلو وړ نه دی. دغه راز په دغه اعلاميه کې د حکومت ضد له وسله والو څخه غوښتنه شوې چې سمدلاسه له دغه شان عمل څخه لاس واخلي.

د معلوماتو له مخې، ياد هئيت د ۲۰۰۲ کال په مارچ کې د امنيت شورا د ۱۴۰۱م پريکړه ليک سره سم جوړ شوی او عمده موخه يې د هېواد د بيا رغونې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کول دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای