CRI Online

د چين په صحرايي سيمه کې د انټرنيټي شبکې پر بنسټ سمسوره سيمه

cri     (GMT+08:00) 2016-10-03 12:32:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، چين ته د ورېښمو لارې پر اوږدو کې د پراتو هېوادونو د مشهورو کسانو د سفر ګډون کوونکو د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د تارباغاتای سيمې په ساوان ولسوالي کې د چين په صحرايي سيمه کې د انټرنيټي شبکې پر بنسټ له سوداګريز پرمختګ څخه خوند واخيست.

د ساوان ولسوالي په يو دوکان کې د اردن د ټلويزيون وياندې نسرين ابو صالحه له نورو کسانو سره پر يو ډول چای بحث کاوه چې نوم يې دی (( لوه بو ما)) چای. په اردن کې د خوارکونو د عادت له امله د خلکو په وينه کې د شحمي موادو خالصوالی او د وينو فشار لوړ وي. دغه ډول چای په وينه کې د شحمي موادو د کمولو رول لري، نو ځکه اغلې ابو صالحې ور سره علاقه څرګنده کړه.

دغه دوکان چې (( شا يوان)) نومېږي، عادي دوکان نه دی، بلکې دا يو انټرنيټي دوکان هم دی. د ۲۰۱۴م کال په نومبر کې په شينجاينګ کې د علي بابا شرکت د انټرنيټي سوداګريز مرکز په ساوان ولسوالي کې په کار پيل وکړ. مخکې تردې ، ساوان ولسوالي چې په صحرايي سيمه کې پرته ده، يوازې د لوی قاب چرګ په نوم د يو ډول خوراک له امله يې شهرت درلود. په دغه دوکان کې د شينجاينګ رنګارنګ کرهنيز توليدات ليدل کېږي او د انټرنيټي شبکې له لارې هغه کسان چې له دې ځاي څخه په زرګونو کيلومتر واټن لري، هم په ساده توګه له دغه دوکان څخه شيان اخيستلی شي. په ساوان ولسوالي کې د علي بابا انټرنيټي سوداګريز مرکز مسؤل جاو شي چنګ وويل، 

زموږ په مرکز کې توليدات په عمده توګه په څو ډولونو ويشل کېږي. لومړی، د بيرې، کشمش، چارمغز او بادام په شمول وچې ميوې ډېر شهرت لري. د شينجيانګ پنمبې هم ښه کيفيت لري. بر سېره پردې د نعناع ګلانو لخوا جوړ شوي توليدات چې په ايلي سيمه کې کرل شوي، د ګلابي ګلانو لخوا جوړ شوي توليدات چې په هوتان سيمه کې کرل شوي هم ښه پلورل کېږي.

نوموړي وويل، چې ځايي بزګران خپل توليدات پر دوکانونو پلوري، دوکانونه د انټرنيټي مرکز له لارې پر نورو ځايونو ياد توليدات پلوري. په دې بهير کې د مالونو د لېږد رالېږد لګښت د ولسوالی حکومت او د علي بابا شرکت لخوا ورکول کېږي. تر اوسه پورې څه باندې څلور سوو شرکتونو او دوکانونو په دغه مرکز کې ګډون کړی دی او عمومي ګټې يې له يو سل او شل مليونو يوانو نه زياتې دي. د افغانستان د کابل نيوز ټلويزيون مشر غلام جلاني ځواک وويل چې اوس په کابل کې بريښنايي سوداګری تر سره کېږي، خو په کيلوالو سيمو کې نه شته. د علی بابا شرکت په کابل کې خپل نماينده ګۍ هم جوړه کړې ده. اوس دا ستونزه شته چې بزګران بازار ته خپل توليدات نه لېږدوي، که دغه ستونزه حل شي، بريښنايي سوداګری به په افغانستان کې چټک پرمختګ وموندل شي.

په انقره کې د ترکيې د سهار ورځپاڼې لومړی استازي علي اونال هيله څرګنده کړه چې دغه موډل به په لا پراخه سيمه کې وکارول شي. ده وويل،

د ځايي بزګرانو توليدات د انټرنيټي شبکې له لارې نه يوازې د شينجيانګ په قلمرو کې، بلکې په ټول چين کې پلورل کېږي. د دې په رڼا کې د ځايي بزګرانو ګټې زياتې دي او د بريښنايي سوداګرۍ يو ډول بريالي نومونه هم رامنځته شوي دي. زما په اند، دغه ډول سوداګري بايد د چين او حتی د نړۍ په نورو ځايونو کې هم وکارول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای