CRI Online

پاکستان رد کړ چې هند د ترهګرۍ پرضد مبارزې په موخه له پولې واوړلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-04 15:30:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، هند څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې دوی د پاکستان تر کنترول لاندې د کشمير په قلمرو کې پر ترهګرو باندې بريدونه کړي دي. د پاکستان د اردو د عامه اړيکو ادارې مشر عاصم سالم باجوا د اکتوبر په لومړۍ نېټه د کشمير د کنترول کرښې په سيمه کې له خبريالانو سره مرکه وکړه او دا يې رد کړه چې هند د ترهګرۍ پرضد مبارزې په موخه له پولې اوښتې دی. د هند په خوله په ترهګرو باندې هغه عمليات چې د جراحي عملياتو په شان دقيق دي. نوموړي دا ټول ناسم وګڼل.

د هند د پوځ له قوله، د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه د پاکستان تر کنترول لاندې د کشمير په سيمه کې چې د کنترول کرښې ته درې کيلومترۍ کې پرته ده، د ترهګرو پر څلورو اډو باندې بريدونه کړي دي. ورپسې د هند د ځمکني پوځ درسيز دالبير سينګ د دغو عملياتو د برياليتوب له امله مبارکي وويله. د هند حکومت ويلي چې دغه عمليات د جراحي عملياتو په شان دقيق و. خو د پاکستان پوځ د هند دغه خبر رد کړ او ويې ويل چې د هند پوځ په همدې ورځ د کشمير د کنترول کرښې په شاوخوا سيمه کې ناڅاپا د پاکستان پر پوځ باندې بريد وکړ او پاکستاني پوځ هم سمدلاسه ورته ځواب ورکړ. په دغه جګړه کې لږ تر لږه دوه پاکستاني سرتيري وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي. د هند سرتيري هم پکې وژل شوي دي. خو هند دغه خبر رد کړ.

ښاغلي عاصم سالم باجوا خبريالانو ته وويل، چې کنترول کرښې ته نژدې سيمه کې د پاکستان او هند کلک او زيات دفاعي سيستمونه ليدل کېږي. نو ويل کېږي چې له کنترول کرښې څخه څوک نه شي اوښتی. ده وويل،

دوی ويلي چې راته زيان رسېدلی دی، خو موږ نه پوهېږو چې زخميان په کوم ځای کې دي. تاسې له ځايي اوسېدونکو څخه پوښتنه کولای شي چې څوک زخميان شوي او که نه ؟ زموږ له خوا خلاصه ده، د م م هئيت، خبريالان او عامو وګړو ته هر څه پرانيستي دي. تاسې اوس په دې ځای کې ولاړ ياست.

په کلي کې ليدل کېږي چې د ځايي اوسيدونکو ژوند عادي روان دی او دوکانونه پرانيستي دي، ماشومان مکتب ته تګ کوي. ځايي اوسيدونکی نومام شابير وويل، 

دا يوازې د پولې په شاوخوا سيمه کې يوه جګړه وه. د هند پوځ په خوله هغه خبر چې د جراحي عملياتو په شان دقيق بريد يې تر سره کړی، جعلي خبر دی.

د م م د سرمنشي بان کي مون وياند څو ورځې مخکې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې سرمنشي بان کي مون د هند او پاکستان ترمنځ د اوضاعو ترينګلتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو شخړو ته ډېره پاملرنه کوي. د م م د هند او پاکستان د پوځي څارونکو هئيت هغو خبرونو ته پاملرنه کړې چې هند او پاکستان د کنترول کرښې په شاوخوا سيمه کې د اوربند له تړون څخه د سرغړونې کړه وړه تر سره کړي دي. دغه هئيت اوس له اړوندو خواوو سره تماس نيسي او غواړي اړوند معلومات تر لاسه کړي. تر اوسه پورې دغه هئيت له پولې څخه په اوړېدو سره د جګړې په اړه معلومات نه دي تر لاسه کړي.

د معلوماتو له مخې، د جولای مياشتې له پيل راهيسې، د هند تر کنترول لاندې د کشمير په سيمه کې اوضاع ترينګلې ده او په شخړو او کشالو کې سلګونه تنه وژل شوي دي. د سپتمبر په اتلسمه نېټه څلورو ترهګرو په دغه سيمه کې د پوځ پر يوې اډې باندې بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه اوولس هندي سرتيري ووژل شول او دېرش تنه نور ټپيان شول. څلور واړه ترهګر هم په جګړه کې ووژل شول. له دې نه وروسته هند د پاکستان غندنه وکړه چې په دغه بريد کې يې لاس درلود، خو پاکستان دغه خبر رد کړ. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د دغو تورونو له امله ويجاړې شوې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای