CRI Online

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د اقتصادي مرستو تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-10-05 15:06:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان مسئلې په اړه دوه ورځنۍ غونډه د اکتوبر په ٤مه نېټه د بيلژيک په بروکسيل کې پرانيستل شوه. په همدې ورځ اروپايي ټولنې له افغان حکومت سره د دولتي ابادۍ تړون لاسليک کړ.

د معلوماتو له مخې، ياد تړون به په ٢٠١٧ کال کې نافذ شي او موده به يې دوه کاله وي. اروپايي ټولنه به د تړون د نافذېدو پر مهال د افغان حکومت د افادې سره سم د دولتي مالي بوديجې د ادا کولو په برخه کې ورسره اقتصادي مرستې وکړي چې تر ټولو زياته اندازه به دوه سوه مليونه يوره وي. افغان حکومت بايد د اصلاحاتو د بهير په واسطه د پاليسۍ د خبرو اترو اغېزمن ميکانيزم جوړ کړي، عمومي اقتصادي چوکاټ بايد اباد کړي او د کور دننه د ماليې راټولولو اداره او څارنه بايد بشپړه کړي. د اروپايي ټولنې اقتصادي مرستو مشخصه اندازه او د تاديې وخت به د يادو موخو د پوره کېدو حالت سره سم تاييد شي.

دا د اروپايي ټولنې لومړی ځل دی چې د تړون له لارې بهرنۍ اقتصادي مرستې کوي. د اروپايي ټولنې د کميټې د نړيوالې همکارۍ او پرمختګ چارو غړي نيون ميميکا وويل، چې د دولتي ابادۍ تړون په رښتينۍ توګه يو قرارداد دی، دواړه لاسليک کوونکې خواوې بايد د ژمنې سره سم خپل مسئوليت پلی کړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې يوازې د افغانستان د اصلاحاتو بهير اغېزمن شي، موږ به ورسره اقتصادي مرستې وکړو.

د افغانستان مسئلې په اړه روانه نړيواله غونډه د اروپايي ټولنې او افغان حکومت له خوا په ګډه جوړه شوې چې موخه يې د نړيوالو سرچينو د کارولو له لارې د اقتصادي پرمختګ او ټولنيزې ارامۍ په برخو کې له افغانستان سره مرسته کول دي. اروپايي ټولنه هيله لري چې دغه غونډه له افغان حکومت سره د اصلاحاتو د رښتينو پلانونو د جوړولو په برخه کې مرستې وکولی شي او دا تامينولی شي چې افغانستان به په راتلونکو ٤ کلونو کې په مداومه توګه د بېلا بېلو خواوو سياسي ملاتړ او اقتصادي مرستې تر لاسه کړي.

د غونډې عکسونه

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای