د سينهوا اژانس د خبر له مخې، يو افغان ځايي چارواکي د اکتوبر په ٤مه نېټه وويل، چې د کندوز ښار د نيولو جګړه دوهمې ورځې ته داخله شوې، حکومتي پوځ په ځينو سيمو کې د وسلوالو طالبانو بريدونو ته ماتې ورکړې، وسلوال د کندوز ښار له ځينو سيمو څخه وتلي دي.
ځايي امنيتي چارواکي اکبري د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې حکومتي پوځ د همدې ورځې په سهار وختي بريدونه پيل کړل او په عملياتو کې يې تر ٤٠ تنو زيات وسله وال طالبان وژلي دي، دغه راز وسله وال د کندوز له ځينو سيمو څخه وتلي دي.
د کندوز والی اسدالله عمرخيل ياد خبر تاييد کړی او خبريالانو ته يې وويل، چې ډزې کمې شوې دي، په ٤مه نېټه د دې ولايت زياتې سيمې ارامې شوې دي.
د يو ځايي اوسيدونکي په قول، د کندوز په زياتو ځايونو کې د برېښنا او اوبو عرضه تړل شوې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |