CRI Online

د پيسو نړيوال صندوق د چين د اقتصادی پرمختګ د سرعت د ارزونه ساتلې

cri     (GMT+08:00) 2016-10-05 19:59:12

د پيسو نړيوال صندوق د اکتوبر په څلورمه نېټه په واشينګټن کې نړيوال اقتصاد ته د کتنې تر عنوان لاندې د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو په بهير کې لا هم ضعيف او ناثابت عوامل شته او د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د سوداګرۍ د ساتنې تګلارې زياتې شوي چې د اقتصاد پرمختګ ته يې منفي اغيزې رسولي او رسوي يې. راپور د چين د اقتصادي پرمختګ د سرعت ارزونه ساتلې چې له مخې يې په روان کال کې به شپږ اعشاريه شپږ او په راتلونکي کال شپږ اعشاريه دوه سلنه وي، چين اقتصاد د دواملروني پرمختګ بدلون پيژني او د کريډت د زياتوالي خطرونو ته د پاملرنې په برخه کې ويښ پاتي دی.

د پيسو د نړيوال صندوق لومړی اقتصادي کار پوه ماوريسي وبستفيلد د اکتوبر په څلورمه نېټه نړيوال اقتصاد ته د کتنې په نامه د يو راپور په خپرولو سره وويل راپور د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت ارزونه ساتي چې له مخې يې په روان کال کې به دري اعشاريه يو او په راتلونکی کال کې به دري اعشاريه څلور سلنې ته ورسېږي، خو په امريکا او اروپايي هېوادونو کې د اقتصادی پرمختګ ارزونې ټيټې دي او د نويو سمسور شويو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د اقتصادی پرمختګ په هکله خوشبينه ارزونې کوي. وبستفيلد وويل(اواز)

سره له دې چې د روان کال په تيره ربعه کې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت د ټيټېدو نښه نه شته، خو د نړيوال اقتصاد پرمختګ لا هم کمزوری دی. د راپور له مخې په ٢٠١٦ کال کې د پرمختلليو هېوادونو د اقتصاد د پرمختګ سرعت ورو شوی او د نويو فعالو او پرمختيايي هېوادونو د اقتصاد پرمختګ د ځينو پرمختللو هېوادونو اقتصادی کمزورتيا تلاقی کړی دی. څرنګه چې په لنډ او اوږد مهال کې د اقتصاد د ملاتړ لپاره ټينګې تګلارې نه شته، منفي سياسي او اقتصادی عوامل د اقتصادی پرمختګ د کمزورتيا سبب شوی چې دا ډېر خطرناک دی.

په دغه راپور کې ويل شوي چې په نړيوال اقتصاد کې د چين مقام په پرله پسي ډول لوړ شوی، نو په چين کې د دواملرونکي پرمختګ اقتصاد عملي کول د نړۍ لپاره ستر اهميت لري. وبستفيلد هم وړانديز کوي چې چين بايد د کريدت د ډېر زياتوالي د خطرونو مخه ونيسي په تيره بيا د سيوري بانکونو پراخوالی به په منځنی او اوږده موده کې پولي ثبات ته بدې اغيزې ورسوي. هغه وايي (اواز)

د چين اقتصاد د مصرفونو او خدمتونو په لور بدليږي چې په دې ترڅ کې نيول شوي تګلارو يې په زياتو ساحو کې مهم پرمختګونه تر لاسه کړي دي، خو په اقتصادی پرمختګ کې دې نابرابرې مسئلې حل کړي چې په راتلونکې کې د خطرونو مخه ونيول شي.

په راپور کې په اخطار سره راغلي که څه هم سرسري دا ليدل کيږي چې د نړيوالو پانګو بازار ارام دی، د پرمختللو هېوادونو د اسهامو بيې ډېرې لوړې دې او پانګې يې نويو فعالو هېوادونو ته داخلېږي. خو د څيړنو له مخې د نړيوال اقتصاد زياتې مسئلې نه دې حل شوي چې د غوښتنو د کموالي په چاپيريال کې د تګلارو اغيزې يې لږې دې، پانګونې يې ټيټېږي، د توليد انډول يې کمېږي او د کاري قواوو بازار يې هم فعال نه دی.

په ټوله نړۍ کې د اقتصادی کمزورتيا په وړاندی په راپور کې د حلولو لارې هم وړاندې شوي چې په دريو برخو کې هراړخيزې تګلارې يې غوره کړي دي. وبستفيلد وويل(اواز)

هراړخيزې تګلارې په دريو برخو پورې اړه لري: د اقتصادی جوړښت د اصلاحاتو او د مالي تګلارو له لارې د پيسو د تګلارو ملاتړ کېږي. برعکس د پيسو تګلارې د اقتصادی جوړښت د اصلاحاتو او د فعالې مالي تګلارې اغيزې پراخوي. اتحاد او همغږی کوونکې تګلارې به ثابتې قوي وګرځي. د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ همغږۍ به ګټورې اغيزې جوړې کړي چې د يو يو هېواد د خپلو کوښښونو په پرتله زيات پرمختګونه تر لاسه کولی شي.

په بېلا بېلو هېوادونو کې د سوداګريزو خنډونو د کموالي نوې ژمنې بايد وشي چې د سوداګرۍ د يو ځايښت حالت پياوړی کړي. که د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه د ګټو د شريکولو په پراخو ساحو کې همکارۍ وکړي او يو د بل د غوښتنې اندازې د زياتوالي په حال کې نړۍ به د اقتصاد په برخه کې چټک او ثابت پرمختګ وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای