CRI Online

د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال په بروکسيل کې د افغان مسئلې په يوه غونډه کې ګډون درلود.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-06 08:34:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال کونګ شيوان يو او د افغان مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي دنګ شي جون د اکتوبر له ۴مې نېټې نه تر ۵مې نېټې پورې په بروکسيل کې د وزيرانو په کچه د افغان مسئلې په يوه غونډه کې ګډون درلود. برخوالو په عمده توګه د افغانستان د سوله ييزې بيا رغونې په برخه کې د نړيوالې ټولنې د مرستو، د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير د پياوړتيا او د دې سيمې د اقتصاد او سوداګرۍ د همکاريو د نژدې کېدو په باب بحث وکړ او يوه اعلاميه يې خپره کړه.

د چين استازيو په دغه غونډه کې وويل، چې د افغانستان دايمي سوله، ثبات او پرمختګ د دې سيمې د هېوادونو له ګټو سره سمون خوري. چين د افغانستان د ښه ګاونډي هېواد په توګه افغان مسئلې ته پاملرنه کوي او د اوږدې مودې راهيسې يې د افغانستان د بيارغونې بهير د پياوړتيا او د سيمه ييزو همکاريو د نژدې کېدو لپاره کوښښونه کړي دي او کوي يې. چين به په پر له پسې توګه له اړوندو خواوو سره نژدې تماس ونيسي او په نړيوالو همکاريو کې به ګډون وکړي، تر څو د افغان مسئلې د حلولو لپاره مثبت رول ولوبوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای