د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په پلازمينه کابل کې د اکتوبر په ۵مه نېټه يو ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې شپږ تنه ووژل شول. عيني شاهدانو ويلي چې دغه چاودنه پر ځايي وخت د همدې ورځې د مازديګر په پنځو بجو د کابل په جنوب ختيځه برخه کې د دارلامان واټ ته نژدې وشوه.
د افغانستان د حاما نيوز اژانس د کورنيو چارو وزارت د وياند له قوله خبر ورکړ، چې د دغه بريد موخه يو موټر و چې حکومتي چاوراکي پکې تګ راتګ کاوه، خو د چاودنې په وخت کې په موټر کې يوازې چلوونکی موجود و او په چاودنه کې ټپي شو. تر اوسه اړوند تحقيقات روان دی او هيچا او يا کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |