CRI Online

نړيواله ټولنه به له افغانستان سره د ۱۵مليارډو او ۲۰۰ مليونو امريکايې ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-06 14:16:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان مسئلې په اړه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د اکتوبر د ۵مې نېټې په ماسپښين په بروکسيل کې پای ته ورسېده. ۷۵ هېوادونو او ۲۶ نړيوالو سازمانونو پکې ژمنه وکړه چې له ۲۰۱۷م کال نه تر ۲۰۲۰ کاله پورې به له افغانستان سره د ۱۵مليارډو او ۲۰۰ مليونو امريکايې ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.

په دغه غونډه کې يوه اعلاميه خپره شوه او پکې راغلي، چې افغانستان د هېواد د بيارغونې په بهير کې چټک پرمختګ موندلی دی، خو دغه هېواد د سياست، اقتصاد او سيمه ييز امنيت په ساحو کې لا هم له زياتو ننګونو سره مخامخ دی. نړيواله ټولنه به په پر له پسې توګه د هېواد د سولې او پرمختګ په اړه د نوي ستراتيژۍ د پلې کولو په هکله له دغه هېواد سره مرسته وکړي او د يو بل سره د مسؤليتونو د څارنې له لارې به د خپل هېواد د ادارې او پخپله د پرمختګ د توان د لوړتيا لپاره له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. دغه راز، نړيواله ټولنه به د افغانستان د حکومت تر لارښوونې لاندې د دغه هېواد له ملي روغې جوړې څخه سياسي ملاتړ وکړي. د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د افغانستان حکومت له اسلامي ګوند سره سوله ييز تړون لاسليک کړ، نړيواله ټولنه د دې هر کلی کوي او هيله لري چې د افغانستان په دننه کې نورې وسله والې ډلې د سياسي خبرو اترو په بهير کې ګډون وکړي.

په دغه اعلاميه کې زياته شوې چې نړيواله ټولنه په سيمه ييز اقتصاد کې د افغانستان د ګډون پلوي کوي. افغانستان بايد د خپل جغرافيايي غوره والي په نيولو سره د مالونو د لېږد رالېږد، ترافيک او انرژۍ يو دهليز جوړ کړي. نړيواله ټولنه هيله لري چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره لا نژدې همکارۍ وکړي او په ګډه د ترهګرۍ پرضد مبارزه وکړي او د پناه وړونکو بحران ليرې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای