CRI Online

د وريښمو لارې د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې پلان د چين تصديو او سيمه ييز پرمختګ ته نوي فرصتونه رسولي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-06 16:35:07

د وريښمو لارې د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې پلان تر اوسه د وريښمو لارې په اوږدو کې په پرتو هېوادونو او سيمو کې د چين پانګونې او ورسره همکارۍ هڅولی دی. د شميرنې له مخې د روان کال د جولای تر پايه پورې په اړوندو هېوادونو کې د چين د پانګونو شمير ٥١ بيليارډو او ١٠٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی. په ورته وخت کې دغه پلان د چين تصديو او سيمه ييز پرمختګ ته نوي فرصتونه رسولي او رسوي يې.

د جوی لونګ شرکت يوه تصدي ده چې د پولي تاسيساتو د څيړنې، توليد او پلورنې چارې تر سره کوي. د وريښمو لارې د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې پلان د پرمختګ سره سره په نړيوالو سوداګريزو چارو کې د يوانو په وسيله د راکړې او ورکړې چارې ډېرې کوي چې له مخې يې دغه شرکت ته واقعي ګټې رسولې دي. د دغه شرکت مشر فنګ يونګ شيوان وويل (اواز)

د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې نړيوال خدمتونه ډېر زيات شوي او د يوانو په وسيله له بهرنيو هېوادونو سره د معاملې په ترڅ کې مو ښه فرصتونه تر لاسه کړي دي. زما په نظر د دغه پلان ګټې تازه پيل شوې او په راتلونکو څو کلونو کې به د يوانو د اړتياوو اندازه په پر له پسي توګه زياته شي. کله چې د چين ژن مين بی يوان د نورو هېوادونو د اوسيدونکيو د معاملې په عادي چارو کې کارول کېږي، زموږ فرصتونه به لا نور هم زيات شي.

د مرکزي بانک د شميرنې له مخې د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين او د اقتصادی کمربند او يوې لارې په اړوند هېوادونو او سيمو تر منځ په سوداګرۍ کې د تر لاسه شويو يوانو اندازه ٨٦٠ بيليارډ يوانو ته رسيدلې. د سپتمبر تر پايه پورې د چين ولسي بانک د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې په اړوند د هېوادونو او سيمو له مرکزي بانکو سره د دوه اړخيزو پيسو د تبادله کولو تړونونه لاسليک کړي دي چې عمومي پيمانه يې شاو خوا ١٤٠٠ بيليارډ يوانه دي. په نړيوالې معاملې کې د يوانو د کارولو اړوندې چارې په ثابته توګه د پراخېدو په حال کې دي.

د مالي چارو څيړونکي چن بينګ دا نظر لري چې د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې ستراتيژۍ نړيوال بازارونه پراخوي چې د چين تصديو ته لا زيات فرصتونه رسوي. (اواز)

د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې ستراتيژې نړيوال بازارونه پراخوي چې د اروپا او اسيا ټولې سيمې په يو لوی نړيوال بازار ته بدلوی شي. دغه پلان د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر ګټور دی او د چين تصدی به له دغه پلان څخه ګټې واخلي.

نه يوازې د چين تصديو د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې له پلان څخه سوداګريز فرصتونه اخيستي، بلکې اړوند سيمې هم نوی فعال قوي پرمختګ تر لاسه کولی شي. شينجيانګ د وريښمو لارې د اقتصادی کمربند د مهمې سيمې په توګه د الوتکو د حمل و نقل د شبکې په جوړېدو بوخت دی. برسيره پر دې شينجيانګ د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې پلان په اخيستلو سره په بېلا بېلو برخو کې په فعاله توګه لويديځ ته د چين د خلاصولو او له بهر سره د همکارۍ په ترڅ کې د دروازې رول لوبوي. د وروموچي ښار د کمونېست ګوند د کميټې منشي لي شوی جون وويل (اواز)

په وروستيو کلونو کې وروموچي په فعاله توګه د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې فرصتونه نيولی چې د تګلارو له لارې د همغږۍ کولو، د ترافيکي تاسيساتو د جوړولو، د سوداګرۍ پرخولو، د پيسو د تبادله کولو، د خلکو تر منځ د تګ راتګ چارو ته پاملرنه کړی او د ښيګنو په اتکا د وريښمو لارې د اقتصادی سيمې په مرکز کې د سوداګريزو توکو د ليږد راليږد، د ترافيکي شبکې، پولي خدمتونو، ساينس او تکنولوژۍ او کولتور، د درملنې خدمتي مرکز د ابادۍ هڅونه کړی په تيره بيا د عصري اقتصاد په پولي چارو کې يې د مرکزي رول لوبولی دی. د پولي خدمتونو ښه والی په ځواکمنه توګه د اقتصاد او ټولنې د دواملرونکي او چټک پرمختګ لپاره ګتور دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای