د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اکتوبر په پنځمه نېټه د افغان مسئلې په هکله دوه ورځنۍ نړيواله غونډه په بروکسيل کې پای ته ورسيده. د دې غونډې په موده کې د اروپايي ټولنې او افغانستان استازو د کډوالو مسئلې په هکله لوړ پوړي غونډه تر سره کړه او افغانستان ته د هغو افغان کډوالود ليږلو په هکله چې د پنا اخيستلو په اړوندو شرايطو برابر نه دي، ګډو نظريو ته رسيدلي دي.
د روانې مياشتې په دوهمه نيټه د اروپايي ټولنې او افغانستان له خوا د لاسليک شوي يو تړون له مخې افغان حکومت د يادو کډوالو د منلو ژمنه وکړه. دواړه خواوې به په دې برخه کې نژدې همکاري وکړي تر څو اړوند کارونه په منظمه توګه تر سره شي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |