د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغاستان د هلمند والي حيات الله حيات د اکتوبر په ۶مه نېټه وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو د اکتوبر په ۵مه نېټه په دغه ولايت کې د طالبانو يو عالي لارښوونکی وواژه. نوموړي د سينهوا اژانس خبريال ته خبر ورکړ چې د دغه لارښوونکي نوم اقدام دی او د هلمند په مرکز لښکرګاه باندې د بريد په ترڅ کې ووژل شو.
نوموړي وويل، چې اقدام په تېرو څو کلونو کې په دغه هېواد کې د طالبانو لخوا د يو لړ بريدونو طرحه کوونکی و او د ده وژنه طالبانو ته غاښ ماتوونکي ګذار دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |