CRI Online

د م م امنيت شورا د م م د راتلونکی سرمنشي په توګه انتونيو ګوتيريس نوماند کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-10-07 15:35:49

د م م د امنيت شورا پنځلسو غړيو هېوادونو د اکتوبر په ٦مه نېټه په اتفاق سره له دې سره موافقه وکړه چې د م م د ٧١مې دورې عمومي اسامبلی ته د م م د سرمنشي بان کي مون پر ځای د راتلونکی سرمنشي په توګه د پرتګال پخواني صدراعظم او د م م د کډوالو چارو پخوانی لوړ پوړی استازي انتونيو ګوتيريس نوماند کړي. د م م په عمومي اسامبلی کې به په راتلونکې اونۍ کې د امنيت شورا د د دغې پريکړې د تصويبولو په هکله رايګيرې تر سره شي.

د م م د روانې مياشتې نوبتي رئيس او په م م کې د روسيې دايمی استازي ويتالي چورکين په همدې ورځ د م م د عمومي اسامبلې رئيس پيتير تومسون ته د م م د راتلونکی سرمنشي په توګه د انتونيو ګوتيريس د نوماند کېدو په هکله د امنيت شورا د پريکړې سند وړاندی کړ. امنيت شورا په همدې ورځ د م م د راتلونکی سرمنشي د ټاکلو په هکله د پردې تر شاه يوه غونډه تر سره کړه او له غونډې وروسته د چورکين د د پريکړې سند اعلان کړ. (اواز)

د امنيت شورا د پنځلسو غړيو هېوادونو استازو د چک چکو له لارې په اتفاق سره دغه پريکړه تصويب کړه او وړانديز يې وکړ چې انتونيو ګوتيريس دې د م م د راتلونکي سرمنشي دنده پر غاړه واخلي چې د ماموريت موده يې د ٢٠١٧ کال د جنورۍ له لومړې نيټې څخه پيل او د ٢٠٢١ کال د دسمبر تر ٣١مې نيټې پورې پای ده.

چورکين وويل د امنيت شورا بېلا بېل غړي هېوادونه دا نظر لري چې ګوتيريس په م م کې د ښو کارونو په اتکا وياړ تر لاسه کړی. نوموړي په پرتګال کې د لوړ پوړي سياسي دندې د تر سره کولو په موده کې شخصي خلاصونکی او فعالې بڼې ښودلې او نوموړي د م م د سرمنشي په توګه ډېر ښه نوماند دی.

ګوتيريس له دې وروسته په دې اړه مننه څرګنده کړه او په همدې وخت کې يې ژمنه کړې چې د م م د سرمنشي په توګه به کوښښ وکړه. (اواز)

په اوسنۍ نړۍ کې زياتې مسئلې او ننګونې شته او زما په نظر زه بايد ډېر کارونه تر سره کړم. زه بايد هغو کسانو ته خدمت برابر کړم چې د سيمه ييزو نښتو، ترهګرۍ، له بشري حقوقو څخه د تيري کولو، بی وزلۍ او د نابرابرې تر اغيزو لاندې دي. په همدې وخت کې د م م او نړيوالو سازمانونو زيات کارکوونکي د نړۍ په ډېر خطرناکو سيمو کې کارونه کوي چې د دوی خدمتونه هم زما د کوښښونو هڅونه کوي.

د م م د منشور د مقرراتو له مخې د م م د سرمنشي نوماند لومړی د امنيت شورا له خوا ټاکل کېږي او وروسته د م م په عمومي اسامبلی کې د رايګيرۍ له لارې تصويبېږي. نوماند بايد د امنيت شورا د ١٥ غړيو هېوادونو څخه لږ تر لږه ٩ رايې تر لاسه کړي او د دايمی شورا د غړيو د مخالفو رايو په نه شتوالي سره نوماند کېدای شي. امنيت شورا په عادی او پټه توګه رايی ورکونه تر سره کوي او د م م د دايمي شورا د پنځو غړيو هېوادونو رول پکې ډېر مهم دی.

د روان کال د سرمنشي د ټاکلو په موده کې م م څو غير رسمی خبرې اترې او ټلويزيوني مباحثې تر سره کړې چې دا يې نوي پړاونه دي او موخه يې د سرمنشي د ټاکلو بهير د شفافيت او ګډونوالي اندازې پياوړي کول دي. خو د څيړونکو په اند که څه هم خبرو اترو د سرمنشي د ټاکلو کارونو ته نوی شکل ورکړی، خو دا دوه مهم ټکی لا هم نه دی بدل شوی چې امنيت شورا به داسې پريکړه وکړي چې له مخې يې توان لرونکی کس ياد کار تر سره کړي.

٦٧ کلن ګوتيريس له ١٩٩٥ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې د پرتګال د صدراعظم او له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١٥ کال پورې د لسو کلونو لپاره د م م د کډوالو چارو ادارې د مسئول دنده پر غاړه درلوده. په دې ترڅ کې هغه څو څو ځله د سوريې، عراق او افغانستان په شمول هېوادونو کې د کډوالو د مسئلې په هکله غوښتنې وړاندې کړې او پرمختلليو هېوادونو ته يې بلنه ورکړې چې د کډوالو د منلو لپاره لا زيات کوښښونه وکړي. هغه د کډوالو چارو د ادارې اصلاحات تر سره کړل چې په ژنيو کې د م م د عمومي مقر د کارکوونکو شمېر يې کم کړ او د کډوالو چارو د ادارې د کارونو اغيزې يې پراخې کړې او له بيړنيو چارو سره د مقابلې توان يې پياوړی کړ او نوموړی د نړيوالې ټولنې له خوا ښه پيژندل شوې څېره ده.

د م م اوسنی سرمنشي بان کي مون به د روان کال تر پايه پورې خپله دنده پر مخ يوسي او د م م نوی سرمنشي به د راتلونکي کال په جنورۍ مياشت کې ياده دنده پر غاړه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای