CRI Online

افغان حکومت ۶۴ تنه وسله وال طالبان ووژل

cri     (GMT+08:00) 2016-10-08 09:17:00

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت د اکتوبر په ۷مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د ۶مې نيټې له سهار څخه په ټول هېواد کې د وسله والو طالبانو پر ضد په چاڼيزو عملياتو پيل وکړ او تر اوسه پورې يې د يو لوړ پوړي قوماندان په شمول ۶۴ تنه اورپکي وژلي دي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د قاري شمسودين په نوم د طالبانو يو لوړ پوړی قوماندان په کندوس ښار کې وژل شوی دی. دغه کس په تخار ولايت کې د طالبانو والي په توګه وبلل شو.

د يادو عملياتو په بهير کې د طالبانو نور ۴۰ تنه اورپکي ټپيان شوي او ۸ ترانسپورټي وسيلې ويجاړ شوي دي. د امنيتي ځواکونو ۹ تنه قربان شوي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای