CRI Online

د نړېوال پولي صندوق او نړېوال بانک کلنۍ غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2016-10-10 16:16:03
د نړېوال پولي صندوق او نړېوال بانک کلنۍ غونډه پای ته ورسيده

د نړېوال پولي صندوق او نړېوال بانک کلنۍ غونډه د روانې مياشتې په ٩ نېټه په وانشنګتن کې پای ته ورسيده. په داسی حال کې چې د نړېوال اقتصاد پرمختګ کمزوری دی، د ازاد تجارت او نړېوال کېدو ضد افکار پورته کيږي، د شخړې او پناه وړونکو مسئلې هم شديدې شوې دي، د دغې غونډې عمومي موضوعاتو دې ته پاملرنه کړې دي چې د اقتصاد د شامل پرمختګ وهڅول شي، له هر ډول حمايت پالنې سره مخالفت وشي او د نړيوال کيدو ګټې لازياتو کسانو ته ورکړی شي.

د نړېوال پولي صندوق رئيسې کريستين لاګارډې داسی وويل:

(لومړی غږ)

موږ ګورو چې ډير وخت شوی چې د نړېوال اقتصاد پرمختګ کمزوری دی او يوازی لږ کسان ترې ګټې ترلاسه کوي. دا يو ښه خبر نه دی. د اقتصادي پرمختګ کمزورتيا د سياسي ناارامتيا سبب هم شوې ده چې پر اقتصاد باندی به هم منفی اغېزه وکړي.

د نړېوال پولي صندوق رئيسې پر دې څو ځله ټينګار وکړ چې د نړېوال اقتصاد پرمختګ کمزوری او نابرابر دی. نو په ياده کلنۍ غونډه کې بېلابېلو خواوو غوښتنه وکړه چې بايد له هرډول حمايت پالنې سره مخالفت وکړي او ژمنه يې وکړه چې اقتصادي ورخلاصون پرمخبوزي او د نړېوال اقتصاد د پرمختګ په موخه نړېوال تجارت وهڅوي. رئيسې لاګارډې وويل:

(دوهم غږ)

موږ پوهيږو چې له ډيرو کلونو راهيسي نړېوال کيدل د ډيرو کسانو په ګټه دي. موږ موافقه نه کوو چې له نړېوال کيدو سره مخالفت کوي خو بايد د اجرا کولو شکل يی لږ څه تنظيم کړو يعنی شامل پرمختګ دی. موږ اراده لرو چې د نړېوال کيدلو ګټې ټولو کسانو ته ورسوو او هغو کسانو ته پاملرنه ورکړو چې ښايی د نړېوال کيدو په بهير کې ګوښه شي. د تکنالوژی، ديجيتل اقتصاد يا د نړيوال تجارت د عرضې لړۍ د اصلاحاتو له لارې خو شامل پرمختګ بايد په فکر کې ونيول شي.

د نړېوال بانک رئيس کيم يونګ وويل چې دا چې په چين کې ٧٠٠ مليونه کسان له بی وزلۍ حالت څخه وتلي دي، ښيي چې ورخلاصي اقتصاد او تجارتي پرمختګ ډير مهم دی. هغه وويل:

(درېيم غږ)

موږ د چين له تجربو څخه داسی معلومات ترلاسه کوو چې د هغه کار عمده لامل چې په چين کې ٧٠٠ مليونه کسان له بی وزلۍ حالت څخه وتلي دي، د چين له خوا د تجارت او ورخلاصی اقتصاد د هڅولو له لارې په بهرنۍ نړۍ کې له سيالۍ سره تړاو لري.

د نړېوال پولي صندوق هم څرګنده کړه چې د چين د اقتصادي جوړښت بريالی بدلون به د نړېوال اقتصادي پرمختګ لپاره لازيات خدمت وکړي. که څه هم دا اسان کار نه دی چې نړيوال اقتصاد له کمزورتيا څخه ووځي خو د دغه سازمان رئيسې په ياده کلنۍ غونډه کې هم ويلي چې بايد سمدلاسه سم تدبيرونه ونيول شي.

هغې داسی وويل چې ما مخکی وړانديز کړی چې بايد دری تګلارې ونيول شي يعنی د پيسو تګلاره، مالي تګلاره او د جوړښت اصلاحات او په عين وخت کې د دغو دريو تګلارو همغږی کول هم مهم دی. اوس تر ټولو نه مهم دا دی چې عمل! زه غواړم د نړېوال پولي صندوق ټولو غړيو ته داسی معلومات ورکړم چې لطفاً حرکت وکړئ !

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای