CRI Online

افغان حکومتي پوځ شپږ اتيا تنه وسله وال وژلي دي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-10 17:06:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د هلمند ولايتي ادارې د روانې مياشتې په نهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې حکومتي پوځ شپږ اتيا تنه وسله وال طالبان وژلي ،يوولس تنه يې ټپيان کړي او دوه تنه نور يې نيولي دي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې امنيتي پوځ د دې ولايت په پوځي عملياتو کې د څو تنو قوماندانو په شمول وسله وال طالبان وژلي دي.اوس د دې ولايت په ځينو سيمو کې د حکومتي پوځ او وسله والو ترمنځ جګړه لاهم روانه ده. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای