د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د امنيتي څانګې د خبر له مخې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګا کې د پوليسو د پلټې په يوه پوسته کې د اکتوبر په لسمه نېټه د موټر بم يو ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ٢٠ تنه وژل او څه دپاسه ٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې دغه چاودنه د غرمې په وخت کې د طالبانو له خوا تر سره شوه. هغه وويل طالبانو تل د لښکرګا د نيولو نيت لري او له امنيتي پوځ سره يې جګړه کړې او کوي يې. د چاودنې له امله په مړه شويو کسانو کې زيات شمېر پوليس دی. اوس د هلمند ولايت امنيتي څانګه د دغې پيښې په هکله په پلټنې بوخته ده.
په همدې ورځ طالبانو له سختې جګړې وروسته د دغه ښار په ختيځ کې د تلاشۍ څو پوستې هم ونيولې.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |