د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پاکستان د ناشنل ورځپاڼې د اکتوبر په لسمه نېټه خبر ور کړ ،د٢٠١٦ کال لپاره د نړيوال پولي صندوق او د نړيوال بانک په هغه غونډه کې چې په دې وروستيو کې په واشينګټن کې تر سره شوه،د سمسورو بازارونو نړيوال سازمان پاکستان ته په جنوبي اسيا کې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو د نمونوي هېواد په نوم جايزه ور کړه.
په امريکا کې د پاکستان لوی سفير د جايزې اخيستلو په مراسمو کې وويل چې په پاکستان کې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو کليدي برخه د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز دی چې له دې لارې به د چين لويديزه برخه له پاکستان سره وتړل شي او سيمه ييز اقتصادي تګ راتګ به زيات شي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |