CRI Online

د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز پاکستان ته ډېرې ګټې رسولي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-11 10:40:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پاکستان د ناشنل نيوز ورځپاڼې د اکتوبر په نهمه نېټه خبر ور کړ چې د دې هېواد صدراعظم نواز شريف د روانې مياشتې په اتمه نېټه وويل چې په پاکستان کې اقتصاد پرمختګ موندلی او امنيتي حالات ښه شوي چې ور څخه د دې هېواد روښانه او سمسوره راتلونکې ښکاريږي. د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر خدمتونه کړي دي.

په همدې ورځ نواز شريف په پنجاب ايالت کې په يوه غونډه کې وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز يوه لويه پروژه او د دې هېواد د سمسورتيا سبب وشي.هغه زياته کړه چې د دې دهليز په رڼا کې په بېلا بېلو ايالتونو کې بېلا بېلې پروژې په چټکۍ سره روانې دي چې له دې امله به ډېرې اقتصادي ګټې تر لاسه شي او اقتصادي حالت به هم بدل شي او دغه راز د تندلارۍ او بې وزلۍ په شمول ډېرې ټولنيزې مسئلې به هم حل شي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای