CRI Online

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له ترکيې څخه کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-10-11 16:18:12

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په ١٠مه نېټه له ترکيې څخه کتنه وکړه چې په استانبول کې د انرژۍ په نړيواله غونډه کې يې ګډون وکړ او د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره يې ليدنه وکړه. د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په عمده توګه د ذات البيني اړيکو د ښه والي او د سوريې د بحران په هکله د نظريو تبادله وکړه. ځايي خبري رسنۍ وايي چې له دغې کتنې څخه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو اړيکې د ښه والي په واقعي پړاو کې دي.

پر ځايي وخت د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان له کتنې وروسته د روسيې او اروپا تر منځ د طبيعی ګازو د نل ليکې د جوړولو پروژې په هکله تړون لاسليک کړ او وروسته يې يوه ګډه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. اردوګان لومړی وويل روسيې او ترکيې د اقتصاد، سوداګرۍ او انرژۍ په ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړې. اردوګان وويل (اواز)

د دواړو هېوادونو حکومتونو تازه د طبيعی ګازو د نل ليکو د جوړولو پروژې په هکله تړون لاسليک کړ او له دې نه پرته يې په ترکيه کې د اکويو په نوم د ذروي انرژۍ په وسيله د برېښنا سټيشن د ابادۍ د چټکتيا په هکله موافقې ته ورسيدل. زه باور لرم چې له دغو خبرو اترو وروسته به د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو د عادی کېدو بهير چټک شي.

د اقتصاد او سوداګرۍ او انرژۍ په ساحو کې د ترکيې او روسيې تر منځ د همکارۍ پياوړتيا د دواړو مشرانو د کتنې په ترڅ کې يو مهم ټکی او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي په بهير کې تر ټولو مهم لامل هم دی. پوتين په مطبوعاتي غونډه کې وويل د انرژۍ نه پر ته په اقتصادی ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ د بيا اعادې په حال کې دی. (اواز)

روسيې او ترکيې د اقتصاد او سوداګرۍ په چارو کې د خپلمنځي اړيکو د اعادی کېدو په هکله تړونونه لاسليک کړي دي. د روسيې د مخلوط اقتصاد کميټه به په ځانګړې توګه د دغو تړونونو د عملي کولو بهير نظارت وکړي. د پاملرنې وړ خبره ده چې د روسيې حکومت پريکړه کوي چې روسيې ته د ځينو کرهنيزو توليداتو په شمول د ځينو واردوونکو توکيو د بنديز حکم لغوه کړي.

دواړو مشرانو د ذات البيني اړيکو نه پر ته د سوريې د حالاتو په ه کله خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د سوريې د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا د ساتلو په اړه ګډې نظريې لري او څرګنده يې کړه چې په سوريې کې د خونړۍ پيښې او کورنۍ جګړه بايد ژر پای ته ورسېږي. پوتين وويل روسيه هېله لري چې د سوريې مسئلې د سياسي حل بهير دې ژر عملي شي. اردوګان وويل ترکيې په پوره توګه د خپل سرحدی سيمو د امنيت ساتلو او د ترهګرۍ ضد د مبارزې په موخه په سوريه کې پر داعش ځمکني بريدونه کړي او کوي يې او ترکيه د سوريې خاوره نه لاندې کوي. برسيره پر دې اردوګان وړانديز وکړ چې ژر دې اليپو ته بشري مرستې ورسيږي. (اواز)

ما او پوتين تازه د سوريې بحران د حلولو لپاره له روسيې سره د همکارۍ په هکله د نظريو تبادله کړې. اوس د سوريې په اليپو کې خلک بشري مرستو ته اړتيا لري، نو زموږ په نظر بايد ژر تر ژره اليپو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره يوه امنيتي لاره پيدا کړو.

د څيړنې له مخې که څه هم د ګټو له لحاظه روسيې او ترکيې د سوريې مسئلې په هکله زيات توپيرونه شته ، خو په عين حال کې د همکارۍ ډېر فرصتونه هم لري. دواړه هېوادونه پر دې پوهېدلي چې جګړه يوازې ځان ته د زيانونو رسول سبب ده او تر يوې اندازې پورې منځګړيتوب او همکارۍ به خپلې سيمه ييزې اغيزې پياوړې کولی شي. په واقعی ډول د استخباراتو، پوځي چارو او ديپلوماسۍ په هکله د روسيې، ترکيې او سوريې د استازو له خوا همکاريزه کميټه جوړه شوې چې د اګست په ١١مه نېټه يې په مسکو کې لومړې غونډه تر سره شوې ده. خبري رسنۍ وايي د روسيې او ترکيې د مشرانو ترمنځ کتنه د دواړو هېوادونو د نظامی الوتکې له پيښې وروسته درېيمه کتنه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره ستر اهميت لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای