د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په ختيځ کې د لغمان ولايتي ادارې د اکتوبر په ۱۱ مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د مرکز مهترلام په ورڅېرمه کې د پلټنې پر څو مرکزونو بريدونه وکړل چې له امله يې ۴ تنه ووژل او ۲۲ تنه نور ټپيان شول.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې وسله والو طالبانو له پوليسو سره جګړه وکړه او د جګړې په ترڅ کې د توپ دوه ګولۍ د ځايي خلکو په کورونو ولوېدلې. د يادو بريدونو له امله يو پوليس، ۳ تنه اورپکي وژل او د ولسي وګړيو په شمول ۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي. له ۳ مړه شويو اورپکو څخه دوه تنه د ځايي طالبانو قوماندانان دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |