CRI Online

په کابل کې پر يو زيارت بريد کې ۱۴تنه وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-12 09:36:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د امنيتي څانګې يو مامور د اکتوبر په ۱۱مه نيټه خبر ورکړ چې اورپکو په کابل کې پر يو زيارت بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه مامور چې د خپل نوم له ښودلو څخه يې ډډه کړې،وويل چې په همدې شپه څو سوه تنه په کابل کې په يو زيارت کې د عاشورا ورځې د يادونې لپاره راغونډ شوي وو، خو د اورپکو له بريد سره مخامخ شول. د ابتدايي شمېرنې له مخې، ۱۴ تنه وژل او څه دپاسه ۴۰ تنه ټپيان شوي دي. اکثر قربانيان شعيه ګان دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دغه بريد غندنه وکړه او له اړوندو څانګو څخه يې غوښتنه کړې چې تر خپلې وسې پورې د ټپيانو ښه درملنه وکړي.

تر اوسه پورې هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای