CRI Online

چين او روسيه په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم د توغندي ضد سيستم له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-12 15:56:37

د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د شيانګ شان فورم په بېجينګ کې روان و .د همدې ورځې په ماښام د چين او روسيې پوځونو د توغندي ضد يوه ګډه خبري ناسته تر سره کړه او پکې په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم د توغندي ضد سيستم ځای پر ځای کول د پاملرنې وړ مسئله ده. د دواړو هېوادونو پوځونه د امريکا له هغه پلان سره مخالفت کوي چې په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم د توغندي ضد سيستم ځای پر ځای کړي، او ويې ويل چې په راتلونکي کال کې به د توغندي پرضد د دواړو هېوادونو پوځونو دوهم ګډ پوځی تمرينونه تر سره شي.

د همدې ورځې په ماښام د چين او روسيې پوځي مامورينو يوه ګډه خبري ناسته تر سره کړه او د جنګي څانګو مسئولينو په څه باندې يو ساعت کې د توغندي پرضد مسئلې په هکله خبريالانو ته خپل دريځونه بيان کړل .

د چين استازي او د چين د مرکزي پوځي کميټې د لوی درستيز رياست د جنګي ادارې مرستيال بريد جنرال چای جون وويل چې د توغندي دفاعي مسئله د لويو هېوادونو د اړيکو،د نړيوالې سولې او امنيت،د وسلو کنترول او بې وسلې کولو پر بهير ژوره اغيزه کوي.د توغندي دفاع په هکله د امريکا يو اړخيز پلان به په نړۍ کې د امنيتي چاپيريال،د نړيوالې ستراتيژيکې برابرۍ او سيمه ييز امنيت ته زيانونه ورسوي او د بې وسلې کولو او د وسلو د نه خپرېدا مخينوی به وکړي چې له امله يې ښايي د نوي پړاو پوځی سيالي رامنځته شي.هغه پردې ټينګار وکړ(اواز..........) امريکا او جنوبي کوريا پرېکړه کړې چې په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم د توغندي ضد سيستم ځای پر ځای کړي چې له امله به يې د چين او روسيې په شمول د اړوندو هېوادونو امنيتي ګټو ته زيانونه ورسوي.چين ور سره ټينګ مخالفت کوي او له يادو هېوادونو څخه يې د خپلو پرېکړې د بدلولو غوښتنه کړې ده.د توغندي ضد مسئلې په هکله د چين او روسيې دريځونه سره ورته دي او په دی اند دي چې يو هېواد يا د ځينو هېوادونو ډله له حده زيات دغه سيستم پياوړې کوي چې دا به ستراتيژيک ثبات او نړيوال امنيت په زيان وي.

د روسيې استازي او د دې هېواد د درستيز عمومي رياست د جنګي ادارې مرستيال تورن جنرال پوزنهير وويل چې امريکا په اروپا ، اسيا او ارام سمندر کې د توغندي ضد سيستم جوړونه پرمخبوزي چې موخه يې د روسيې او چين ترمنځ د ذروي ستراتيژيکو ځواکونو مخينوی او په نړۍ کې د امريکا د تسلط مقام ټينګول دي.هغه وويل (اواز..........) زمونږ له چيني همکارانو سره مو د امريکا د توغندي جنګي توان او د ځای پر ځای کولو حالت بحث کړی. دا بايد تائيد شي چې د امريکا د توغندي ضد سيستم به د روسيې او چين پر ستراتيژيک ثبات منفي اغيزه وکړي او د تش په نامه د ايران او شمالي کوريا د توغنديو ګواښونو په پلمه د روسيې او چين ترمنځ سرحدي سيمې ته نژدې هدف ويشتونکې وسلې ځای پر ځای کړې ،خو دغه وسلې د دفاع په موخه نه دي.

د روان کال په مې مياشت کې د چين او روسيې پوځونو د روسيې د دفاع وزارت د هوايي دفاعي پوځ په علمي مرکز کې د هوايي امنيت -٢٠١٦ کال په نوم د توغندي ضد کمپيوتري تمرينونه تر سره کړل. په ياده خبري ناسته کې د چين او روسيې پوځي چارواکو اعلان وکړ چې په ٢٠١٧ کال کې د توغندي ضد دوهم تمرينونه تر سره کړي ، خو ايا دغه تمرينونه به کمپيوتري تمرينونه وي او که نه چې دا لاهم د بحث په حال کی ده.چای جون وويل(اواز......)د توغندي پرضد له تمرينونو څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل ستراتيژيک باور څرګنديږي او موخه يې د هوا او توغندي ضد په دفاعي برخه کې د دواړو هېوادونو د پوځي توان روزل او لوړول دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای