CRI Online

افغان ځواکونو کندز ښار له وسله والو تصفيه کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-10-12 20:35:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د شمالي سيمو د پوليسو وياند محفوظ الله اکبري د اکتوبر په ١٢مه نېټه وويل، چې د څو ورځنۍ سختې جګړې له لارې حکومتي پوځ کندوز ښار له طالبانو تصفيه کړ.

نوموړي خبريالانو ته وويل، چې طالبان په جګړه کې له سختې صدمې سره مخامخ شول، پاتې وسله وال په ١٢مه نېټه له کندز ښار څخه وتښتېدل. اوس کندز ښار په پوره توګه د حکومتي پوځ تر کنترول لاندې دی. هغه زياته کړه چې د جګړې له پيل راهيسې حکومتي پوځونو تر ٢٠٠ تنو زيات وسلوال طالبان وژلي او ٣٠٠ تنه يې ټپيان کړي دي. له ٢٠ تنو نه زيات افغان پوليس وژل شوي او ٤٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې طالبانو د ياد خبر په اړه هيڅ نه دي ويلي.

د کندز ولايت مرکز کندز ښار مهم ستراتيژيک مقام لري او د وسلوالو طالبانو د بريدونو يو مهم ځای دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای