CRI Online

د افغانستان په شمال کې د يو ځانمرګي بريد له امله ۱۴ تنه مړه شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-13 08:58:58
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په شمال کې د بلخ ولايتي ادارې وياند فرهاد منير د اکتوبر په ۱۲مه نيټه وويل چې د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د يو ځانمرګي بريد له امله ۱۴تنه مړه شوي او ۲۸تنه نور ټپيان شوي دي.

د بلخ ولايت والي امير محمد وقار څرګنده کړه چې د همدې ورځې تر غرمې وروسته د دغه ولايت په بلخ سيمه کې څو سوه تنه د عاشورا ورځې د يادونې لپاره راغونډ شوي، خو په همدې مهال يو بريدګر د خلکو په منځ کې پر خپل ځان تړلي چاودېدونکي توکي وچاول.

د يو عيني شاهد په قول د قربانيانو او ټپيانو شمېر د حکومت لخوا د خپور شوي شمېر په پرتله لا لوړ دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای