د پاکستان خبري رسنيو د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه خبر ور کړ چې په دې وروستيو کې پاکستان په بلوچستان ايالت کې لږ تر لږه درې تنه مهم طالب چارواکي نيولي دي.طالبانو د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د دغه خبر پخلی هم وکړ چې درې ورځې دمخه د طالبانو د استخباراتو پخوانی وزير ملا احمدالله ناني مولوی الياس ملا روحاني په شمول ځينی طالب چارواکي په بلوچستان ايالت کې نيول شوي دي.
د خبر له مخې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه اته مهم طالب چارواکي د دې ولايت په ځينو سيمو کې ونيول شول.که څه هم د پاکستان مقاماتو د ياد خبر نه دی تائيد کړی،خو د دغو کسانو نيونه له افغان حکومت سره د سوله ييزو خبرو اترو له مخالفت سره تړاو لري. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |