CRI Online

د چين د منځنيو او کوچنيو تصديو نړيوال نندارتون د دغو تصديو د نوښت او نويو چارو د جوړولو ډګر دی

cri     (GMT+08:00) 2016-10-13 15:13:49

د چين د منځنيو او کوچنيو تصديو ١٣م نړيوال نندارتون په موده کې چې په دې وروستيو کې تر سره شو،د ٢٠١٦ کال لپاره د چين د چارو جوړونکو او نوښت وروستۍ سيالي چې د چين د صنايعو او معلوماتي کېدو د وزارت له خوا جوړه شوې، په ګوانګ جو ښار کې پای ته ورسېده. د کوچنيو تصديو د شلو غوره پروژو مسئولينو پکې سره سيالي وکړه او د چارو جوړولو د عادي خدمتي ډګر له لارې يې په دې برخه کې د خلکو شوق او ذوق پارولی دی.

د معلوماتو له مخې دغې سيالۍ د بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو درې زره يو سل او نهه اتيا پروژې راجلبې کړي چې له دې جملې څخه د کوچنيو تصديو د پروژو شمېر څوارلس سوه درې نوی دی. او د چارو جوړوونکو ډلو پروژې دوه زره پنځه سوه شپږ نوي دي چې عمده برخه يې د عصري هاردوير ،د مخکنيو تخنيکونو په وسيله د عنعنوي چارو له معلوماتي کېدو سره تړاو لري.د نينګ شيا د دونګ فانګ ګوو شين په نوم د علمي شرکت د امنيتي توليداتو د څارنې او پيشګويۍ سيستم همداسې يوه پروژه بلل کيږي. د دې شرکت مدير يو ګوانګ له خبريال ته وويل (اواز..........) پروخت د توليد په اړه د شمېرو څارنه کوو.که توليدي حالت عادی نه وي، نو زموږ په سيستم کې د پېشګويۍ نښه به رامنځته شي او په دې توګه به د تصديو د مقام او د ننګونو په باب معلومات تر لاسه شي چې دا به زموږ د ادارې او تګلارو جوړولو لپاره زمينه برابره کړي.زموږ ډګر د امنيتي توليد د معلوماتي کېدو په بهير کې کارول کيږي.

د چين صنايعو او معلوماتي کېدو د وزارت مرستيال شين ګوو بين په ياده وروستۍ سيالۍ کې وويل چې په دغه نندارتون کې منځينۍ او کوچنۍ تصدۍ په دې نندارتون کې نوی توليدات او تخنيکونه شريکوي چې دا د بازاري فرصتونو او نورو سرچينو د تر لاسه کولو لپاره ګټوره لاره ده.هغه وويل (اواز..........) د همدغو چارو جوړولو په هکله سيالي د يوه غښتلي توليدات جوړونکي هېواد د ابادۍ ،د توليدات جوړونکو چارو او انټرنټي شبکې ترمنځ د پيوستون او د لويو،منځنيو او کوچنيو تصديو د نوښت او د نويو چارو د جوړولو لپاره مثبت رول لوبوي.په راتلونکې کې به د نوښت او چارو جوړولو لپاره ښه فضا برابره شي او د دې ډګر له لارې به د نوښت،پيسو او خدمتونو په شمول د ډېرو سرچينو په راغونډولو سره د منځنيو او کوچنيو تصديو پرمختګ پرمخ ولاړ شي.

د چين منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يو مهم قوت دی او د استخدام د زياتوالي، د اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو،علمي نوښت او ټولنيز ثبات په برخو کې نه بدلېدونکی رول لوبوي.په وروستيو کلونو کې د چين دغو تصديو پنځوس سلنه ماليات ور کړي او د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت شپېته سلنه برخه او په علاقه داريو او ښارونو کې اتيا سلنه کاري فرصتونه يې برابر کړي دي.د چين د صنايعو او معلوماتي کېدو وزارت د معلوماتي مرکز مشر سون وي مين وويل چې د چين حکومت به د نوښت، بازار او استعدادلرونکو کسانو په برخو کې له دغو تصديو څخه ملاتړ وکړي.هغه وويل (اواز..........) زموږ په ډګر کې ډېر ابتکاري عوامل شته دي او نوښت د منځنيو او کوچنيو تصديو د توليدي جوړښت د بدلولو لپاره پرمخبيوونکی رول لوبوي .نه يوازې د پيسو برابرولو په برخه کې له دغو تصديو څخه ملاتړ کوو بلکې د بازار او استعدادلرونکو کسانو د روزلو په برخه کې ور سره مرستې کوي.د يادونې خبره دا ده چې دغه مرکز د شانګهای د پودونګ له پرمختيايي بانک سره يو تړون لاسليک کړی چې له مخې به يې دغه ډګر په راتلونکو دريو کلونو کې منځنيو او کوچنيو تصديو ته سل مليارډه يوانه پورونه برابر کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای