CRI Online

له کمبوديا څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ليدنه به دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-14 16:31:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اکتوبر د ديارلسمې نېټې په غرمې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې له لارې د کمبوديا پلازمينې پنوم پن ته ورسېد او د چين د دولت رئيس په توګه له ټاکل کېدو وروسته له دغه هېواد څخه په لومړۍ ليدنه يې پيل وکړ. هغه لومړی د کمبوديا له شاهي ماڼۍ څخه ليدنه وکړه او د کمبوديا له شاهي کورنيو سره د چين د حکومت پر ځانګړې دوستۍ يې ټينګار وکړ. ورپسې هغه د کمبوديا له صدراعظم هون سين سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د دوه اړخيزو دوستيو د ژورتيا او د دوه اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

پر ځايي وخت د ماسپښين په دريو بجو او پنځلسو دقيقو د کمبوديا پاچا نورودوم سيهاموني د شاهي ماڼۍ په ميدان کې د رئيس شي جين پينګ لپاره د هر کلی مراسم تر سره کړل.

رئيس شي جين پينګ له پاچا سيهاموني سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې چين د کمبوديا د شاهي له کورنۍ سره دوستيو او له دغه هېواد سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. چين غواړي له کمبوديا سره يو ځای په هره ساحه کې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو او د دواړو هېوادونو د ګډې سمسورتيا د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي څو چې د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي. پاچا سيهاموني د کمبوديا د شاهي کورنۍ، حکومت او خلکو په استازيتوب د رئيس شي جين پينګ د سفر هر کلی او د اوږدو مودو راهيسې، د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په برخو کې له کمبوديا سره د چين له مرستو څخه مننه څرګنده کړه.

له دغې کتنې نه وروسته رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د صدراعظم په دفتر کې د دغه هېواد له صدراعظم هون سين سره خبرې اترې وکړې. ده وويل،

نن ورځ ډېر خوشحاله يم چې په پنوم پن کې د صدراعظم هون سين په شمول ستاسو سره ګورم. دا اووه کاله وروسته دوهم ځل دی چې زه له ښکلی کمبوديا څخه ليدنه کوم. ما له الوتکې څخه د وتلو له وخت سره سم د شوق او ذوق له هر کلی څخه خوند واخيست. غواړم چې زما د سفر لپاره تاسو د جدي ترتيباتو له امله له کمبوديا څخه مننه وکړم.

هغه وويل، چې د چين او کمبوديا ترمنځ دوديزې دوستۍ شته. اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د سالم پرمختګ په حال کې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور ورځ په ورځ ژور او اقتصادي همکارۍ هم ګام په ګام پياوړې کېږي. ده وويل،

چين تل له کمبوديا سره دوديزو دوستيو او هراړخيزو دوه اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له کمبوديا څخه ملاتړ کوي چې د خپل هېواد د حالاتو سره سم پرمختيايي لاره انتخاب کوي. چين به په پر له پسې توګه د ټولنې د ثبات، د خلکو د ژوند د ښه والي او د هېواد د پرمختګ په برخو کې له کمبوديا سره مرسته وکړي. زما د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزو دوستيو او ستراتيژيکو اړيکو ټينګښت دی. هيله ده چې دواړه هېوادونه تل د متقابل باور پر بنسټ ښه دوستان او د برخليک ګډه ټولنه فعاله وساتو.

صدراعظم هون سين وويل، چې کمبوديا او چين يو د بل سره ټينګ دوستان دی. دواړه هېوادونه د پرمختګ او د ليدو وړ مسئلو په برخو کې تل يو د بل څخه ملاتړ کوي. کمبوديا د اوږدې مودې لپاره د چين له مرستې څخه مننه کوي. کمبوديا به د دې سفر په رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو لپاره زيار وباسي. ده وويل،

ټينګ باور لرم چې زموږ له هېواد څخه د رئيس شي سفر تاريخي ارزښت لري او د دې سفر په رڼا کې به دوه اړخيزې دوديزې دوستي او ستراتيژيکې اړيکې ټينګې شي. زه به د مرحوم پاچا سيهانوک او د چين د پخوانيو مشرانو لخوا پر جوړ شويو اړيکو پر دوام ټينګار وکړم.

له خبرو اترو نه وروسته دواړو مشرانو د يوه کمربند او يوې لارې د جوړلو، د توليدي توان، پانګونو، د اوبو لګولو، مطبوعاتي چارو او سمندر په اړه د يو لړ سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای