د اکتوبر په ١٦مه نېټه د پاکستان چشمابريښناکوټ د درېيم بريښنا توربينونو کارونه پيل شوه چې ظرفيت يې درې لکه او څلوېښت زره کيلو واټه دی او د چين د ذروي صنعت له ډله ييز شرکت څخه وارد شوي دي.
د چشما لومړی پړاو بريښنا کوټ د چين له خوا صادر شوی لومړی بريښناکوټ دی او د ښې کاري موثريت د شتون له امله يې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ او د پاکستاني او چيني حکومتونو لوړه ارزونه تر لاسه کړې چې له همدې امله د چين او پاکستان ترمنځ همکاري د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو نمونه ګڼل کيږي .د دې ترڅنګ د دې پروژې په برکت چين په رسمي توګه په نړۍ کې اتم ذروي بريښناکوټ صادرونکی هېواد ګرځېدلی دی.
تر اوسه د چين د ذروي صنعت ډله ييز شرکت پاکستان ته د دريو لکو کيلو واټو په کچه څلور بريښناتوربينونه او د يو مليون کيلو واټو په کچه دوه بريښناتوبينونه صادر کړي او په فعاله توګه د يورانيمو سرچينو او د استعدادلرونکو کسانو د روزلو په برخو کې له پاکستان سره همکاري کوي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |