CRI Online

شي جين پينګ د بريکس هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-10-17 14:45:01


د اکتوبر په ١٦مه نېټه، د بريکس هېوادونو اتمه سرمشريزه غونډه د هند په ګوا کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د باور د ټينګښت او د پرمختګ د ګډ کوښښ په عنوان يوه مهمه وينا وکړه چې پکې يې د نړيوالو حالاتو په وړاندې د ننګونو پر ضد د بريکس هېوادونو د ګډو هلو ځلو غوښتنه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين غواړي چې له اړوندو خواوو سره يو ځای د بريکس هېوادونو د پرمختګ نوی پلان طرحه کړي.

سږ کال د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له لسمې کليزې سره برابر دی. په تېرو لسو کلونو کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره د بريکس هېوادونو د خدمتونو انډول له پنځوس سلنې څخه اوښتی و. د همدې ورځې په سرمشريزه غونډه کې، شي جين پينګ د بريکس ميکانيزم د تر لاسه شويو برياليتوبونو لوړه ستاينه وکړه.

(( لس کاله کيږي چې د پرمختګ لپاره مو هلې ځلې کړي او پر له پسې انکشاف مو تر لاسه کړی دی. موږ ودې ته لومړيتوب ورکړی، د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي په برخو کې مو قوتونه راغونډ کړي او د پام وړ برياليتوبونه مو تر لاسه کړي دي. لس کاله کيږي چې همکاري مو پراخه کړې او ګډې ګټې مو تر لاسه کړې دي. موږ د جامع او هر اړخيز همکاريز چوکاټ د ابادولو لپاره هڅې کړي او لاس ته راوړنې مو تر لاسه کړې دي. لس کاله کيږي چې خپل مسئوليت مو پر غاړه اخيستی او اثر مو کړی دی. د نړيوال پولي بحران په وړاندې مو لاسونه يو کړي، د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه مو په ګډه غږ اوچت کړی، د نړيوال اقتصاد د ادارې او اصلاحاتو بهير د چټکولو لپاره مو هڅې کړي او د نويو سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو استازيتوب او د وينا حق مو ځواکمن کړی دی. ))

اوسمهال د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا تمايل کمروزی دی، د ګردې کرې سوداګرۍ او پانګونې ټيټې دي او د نړيوال پولي بحران د رامنځته کېدو اصلي توپيرونه لا هم موجود دي. د ستونزو په وړاندې بريکس هېوادونو د ګډې مبارزې په اړه شي جين پينګ پنځه فقره ييز وړانديز وکړ.

(( لومړی، موږ بايد د شکل اصلاحات چټک کړو، د پرمختګ نوې لارې بايد پيدا کړو او د ورخلاصون اقتصاد بايد اباد کړو. دوهم، موږ بايد د پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو ترمنځ ډيالوګ او د پرمختيايي هېودونو ترمنځ همکاري پياوړې کړو، د ځواکمن، دواملرونکي، برابر او شامل اقتصادي پرمختګ لپاره بايد کوښښونه وکړو. درېيم، موږ بايد په يوه لاس سره له طبيعي ناورينونو، اقليمي بدلون، ساري ناروغيو او ترهګرۍ سره مبارزه وکړو، او د نړيوالې ټولنې د دايمي امنيت او ارامۍ لپاره بايد خدمتونه وکړو. څلورم، موږ بايد د نويو سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو استازيتوب او د وينا حق لا لوړ کړو او د همکارۍ او ګډو ګټو په بڼه بايد د نويو نړيوالو اړيکو د ټينګولو لپاره ګامونه پورته کړو. پنځم، موږ بايد د بريکس هېوادونو د نوي انکشافي بانک او د بېړنيو حالتو پرضد د زېرمې ترتيب دغه دوه ميکانيزومونه په ښه توګه اباد کړو او وساتو، تر څو د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره د باور وړ تضمين برابر کړو. ))

شي جين پينګ اعلان وکړ چې چين به په ٢٠١٧ کال کې د بريکس هېوادونو د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخلي او د راتلونکي کال په سپتمبر کې به د فو جيان ولايت په جيا من ښار کې د بريکس هېوادونو نهمه سرمشريزه غونډه جوړه کړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين تمه لري چې له اړوندو خواوو سره يو ځای د تېرو دورو په سرمشرزو غونډو کې تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړي او همکاريزې اړيکې ژورې کړي.

(( چين د بريکس ميکانيزم ټينګ ملاتړ کوونکی او ګډون کوونکی دی او د بريکس هېوادونو ترمنځ همکاري د چين د ديپلوماتيکو چارو مهم لوری بولي.موږ به له نورو غړو هېوادونو سره ګډ کوښښونه وکړو او د بريکس هېوادونو د پرمختګ نوی پلان به طرحه کړو. ))

د بريکس هېوادونو اتمې سرمشرزې غونډې د ګوا اعلاميه خپره کړه. د سرمشريزې غونډې له پای ته رسيدو وروسته، د پنځو هېوادونو مشرانو په ګډه سره د بريکس هېوادونو ترمنځ د کرهنيزو چارو د څيړنيز ډګر د جوړونې يادښت په شمول د همکاريزو سندونو لاسليک له نژدې وکاته.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای