د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د زابل پوليسو د دې خبر پخلی وکړ چې يو خبريال د روانې مياشتې د ١٧ مې نيټې په شپه د زابل ولايت په مرکزي ښار کلات کې ووژل شو.
د ځايي پوليسو مسئول د سينهوا اژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې د دغه خبريال نوم محمد يعقوب شرافت دی او د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون خبريال و او د همدې ورځې په شپه په يو دوکان کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی. د دې پېښې په اړه پلټنه روانه ده او تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه نه ده اخيستې.د ځايي خبري رسنيو د شمېرنې له مخې د روان کال په لومړی نيمايي کې لس تنه خبريالان په افغانستان کې وژل شوي وو. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |