CRI Online

د روان کال په تېرو نهو مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چين مستقيمې پانګونې ډېر زيات شوې

cri     (GMT+08:00) 2016-10-18 16:20:32
د روان کال په تېرو نهو مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چين مستقيمې پانګونې ډېر زيات شوې

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ١٧مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په تېرو نهو مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چين مستقيمې پانګونې ١٣٤مليارډو ٢ سوو شلو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې پنځوس اعشاريه اوه سلنه زيات شوی او د تېر کال د عمومي اندازې په نسبت دوولس مليارډه اته سوه مليونه امريکايي ډالره زيات شوې. له دې څخه ښکاري چې د چين بهرنې پانګونې د ګړندي زياتوالی په حال کې دي. له دې نه پرته، د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې د چين خدمتي چارو هم ګړندی زياتوالی تر لاسه کړی دی. په دې جمله کې څرنګه چې د خدمتي چارو واردات په ګړندی توګه زيات شوي، د چين په خدمتي تجارت کې منفي توازن زيات شوی چې له يو سلو پنځوس مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت د همکارۍ ادارې مستشار هان يونګ خبريال ته وويل، په ٢٠١٦ کال کې په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چين مستقيمې پانګونې د ګړندي زياتوالی لاملونه دا دي چې، لومړی، چين ډېرې نوې پروژې تر لاسه کړي او يو لړ نوي همکاريز تړونونه يې لاسليک کړي او د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې يې د صنعتي چارو زياتې برخې نيولي. دوهم، په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چين د پانګونې برخې په دوامداره توګه پراخې شوي، د بهرنيو اقتصادي همکاريزو سيمو ثابت جوړول د چين په بهرنۍ پانګونې کې نوې ځانګړتيا ګرځېدلې ده.

ښاغلي هان يونګ وويل:

(( د روان کال په تېرو نهو مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چين د هغو نويو تړونونو شمېر ٥١٢ ته رسېدلی چې ارزښت يې له پنځوس مليونو امريکايي ډالرو څخه زيات دی. دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت درې دېرش سلنه زيات شوی دی. د دغو تړونونو عمومي ارزښت يو سلو څليرويشتو مليارډو اوو سوو څلوېښتو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د ټولو نويو تړونونو په عمومي ارزښت کې څلور اتيا اعشاريه څلور سلنه نيسي. په دغو نهو مياشتو کې چيني تصديو په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د تصديو د اخيستلو پنځه سوه يوويشت پروژې ترسره کړې چې عمومي ارزښت يې اوه شپېتو مليارډو څلور سوو او څلوېښتو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی. دغه رقم د ٢٠١٥ کال له عمومي ارزښت څخه زيات دی. ))

له دې نه پرته، د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين د خدمتي چارو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت پنځه سوو پنځلسو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت څليرويشت سلنه زيات شوی دی. په دې جمله کې د خدمتي چارو صادرات او واردات په جلا جلا توګه يو سلو اوه اويا مليارډو او دری سوه او نهه دېرش مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلي چې په جلا توګه يې د تېر کال د همدې مودې په نسبت يوولس اعشاريه دوه سلنه او يودېرش اعشاريه نهه سلنه زيات شوي دي. د چين د خدمتي چارو منفي توازن له يو سلو پنځوس مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت د خدمتي چارو د ادارې مامور تانګ جون وويل

(( د سيلانيزو چارو او په بهرنيو هېوادونو کې د زده کړې د ګړندي پرمختګ له امله، د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې د چين د خدمتي چارو منفي توازن له يو سلو پنځوس مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی چې دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت نږدې اته ويشت سلنه زيات شوی دی. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای