CRI Online

د شن جو ١١م لمبر فضايي بيړۍ دوه فضانوردان په بريالۍ توګه د تيان ګونګ د دوهم لمبر فضايي لابراتوار ته داخل شول

cri     (GMT+08:00) 2016-10-19 16:30:40

د اکتوبر په ١٩مه نېټه د نژدی دوو ورځو له الوتنې وروسته د شن جو ١١م لمبر انسان وړونکی فضايي بيړۍ په بريالۍ توګه د تيان ګونګ د دوهم لمبر له فضايي لابراتور سره ونښلول شوه او دواړه هوانوردان ياد فضايي لابراتوار ته داخل شول. اوس د دولود هوانوردانو جينګ های فنګ او چن دونګ روغتيايي حالت ښه دی. دوی به په راتلونکو ٣٠ ورځو کې په فضايي لابراتوار کې د فضايي طبي پوه، د فضايي ساينس ، د فضايي تخنيکونو او د مدار د ترميمولو په شمول څو ازموينې تر سره کړي او په فضا کې به د پخوا په پر تله د اوږد وخت لپاره ميشت وي.

د شن جو ١١م لمبر فضايي بيړۍ د پنځو ځلو لپاره د مدارونو د بدلولو وروسته د اکتوبر په ١٩مه نېټه سهار وختي په ٣بجو ٣١ دقيقو د تيان ګونګ دوهم لمبر فضايي بيړۍ ته د شاو خوا ٥٢ کيلومترو ځای ته ورسيده او وروسته د اتو ټنو په وزن دوې لويې فضايي دستګاوو سره په خپله په بريالۍ توګه ونښلول شوه. (اواز)

له دريو ساعتو وروسته دواړه فضانوردان جينګ های پنګ او چن دونګ په وار سره د تيان ګونګ د دوهم لمبر فضايي لابراتوار کابين ته داخل شول. (اواز)

د بيجينګ د فضانوردۍ د کنټرول مرکز د عمومي انجينير مرستيال څوی شياو فنګ وويل د دواړو بيړيو د نښلولو بهير په دقيق ډول سر ته رسيدلی دی. (اواز)

د دوو بيړيو د تړلو بهير ډېر سالم و، ټول بهير يې د پخوا په نسبت ښه بشپړ شوی او د نښلوونکو تاسيساتو او برخو دقيقوالی ډېر ښه دی او مدارونه يې ډېر لوړ شوي. د کنټرول له مرکز څخه د فضانوردانو د څارنې له مخې د دوی حالت ډېر ښه دی او د دوی کارونه هم په ښه ډول د تر ره کولو په حال کې دي.

د شن جو ١١م لمبر فضايي بيړۍ د تيان جي د ازموينې او کنټرول شبکې چې د تيان ليان لومړي لمبر د سپوږمکيو له سيستم څخه جوړ شوې، څرګند تفوق لري چې د ارقامو د لېږلو، د فضا او ځمکې تر منځ د مخابيراتو، د علمي ازموينو د تر سره کولو لپاره ګټور دي. د شن جو يوولسم لمبر فضايي بيړۍ د لارښوونې او کنټرول د فاعی سيستم لارښوونکي لو ګو چينګ وويل د دواړو بيړيو د تړلو په سيستم کې په لومړي ځل د وړانګو په وسيله د انځور جوړولو حساسه اله د شن جو لسم لمبر د فضايي بيړۍ د انځور جوړولو حساسه اله پر ځای و. دغه نوې حساسه اله د دوو بيړيو د تړلو په ترڅ کې د سترګو په شان دی چې په ټولو تاسيساتو کې د تر ټولو مهمې برخې په توګه ګڼل کېږي. د وړانګو په وسيله د انځور جوړولو حساسه اله په عمده توګه د انسان وړونکې ستراتيژۍ د دريم ګام په حيث د فضايي سټيشن د جوړولو لپاره يو تيار دی او په عين وخت کې د نورو وړانګو د مخنيوي توان پياوړی کوي.

دوه هوانوردان به په راتلونکو ٣٠ ورځو کې د تيان ګونګ د دوهم لمبر فضايي لابراتوار په کابين کې ازموينې تر سره کړي. د دغه لابراتوار عمومي ډيزاينر جو څونګ پنګ وويل (اواز)

د تيان ګونګ دوهم لمبر فضايي لابراتوار په چين کې لومړی ريښتنی فضايي لابراتوار دی چې دنده يې د منځنې مودې لپاره ميشتول دي چې دواړه فضانوردان به په دغه لابراتوار کې د ٣٠ ورځو لپاره کارونه او ژوند وکړي، په راتلونکی کال کې به د مالونو وړونکې بيړۍ سره وتړل شي چې د توغولو شوو موادو د زياتولو کارونه تر سره کړي او په راتلونکې کې په فضايي سټيشن کې د ځينو تخنيکي ازموينې هم تر سره کړي.

د مالوماتو له مخې د روان کال د اکتوبر په ١٧مه نېټه به د شن جو ١١م لمبر انسان وړونکی بيړۍ د ګان سو د جيو چيوان د سپوږمکۍ د توغولو په مرکز کې په بريالۍ توګه وتوغول شوه او د تيان ګونګ دوهم لمبر فضايي لابراتوار د سپتمبر په ١٥مه نېټه وتوغول شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای