CRI Online

دوه امريکايان په افغانستان کې ووژل شول.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-20 09:47:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د امريکا يو سرتيری او يو بل عام وګړی په همدې ورځ کابل کې د ناټو يوې اډې ته نژدې ځای کې د بريد له امله وژل شوي دي. په دغه بريد کې د امريکا يو سرتيری او دوه عام وګړی ټپيان شوي دي.

د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، بريدګر چې حيثيت يې معلوم نه دی، د افغانستان د امنيتي پوځ جامې اغوستې وې او په امريکايانو له ډزو کولو نه وروسته ووژل شو. اوس د دې بريد په اړه تحقيقات روان دی.

د روان کال په می مياشتې کې هم د ناټو دوه سرتيري د افغانستان په جنوبي برخه کې د بريد له امله ووژل شول. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای