CRI Online

د روان کال په دريم موسم کې د چين جي دي پي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٦اعشاريه ٧ سلنه زياته شوې

cri     (GMT+08:00) 2016-10-21 16:29:09

د چين د شميرنې ادارې د اکتوبر په ١٩مه نېټه د يوې شميرنې په خپرولو سره دا څرګندوی چې د روان کال په دريم موسم کې د چين جي ډي پي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٦اعشاريه ٧ سلنه زياته ده او د لومړي او دويم موسمونو په نسبت برابره وه. په دې هکله د چين د شميرنې ادارې مطبوعاتي وياند شنګ لای يون په دې نظر دی چې اوسمهال د چين اقتصاد عمومأ د ثابت پرمختګ په حال کې کيفيت لوړوي او د اټکل په نسبت ښه دی.

د شميرنې له مخې د روان کال په تېرو دريو موسمونو کې جي دي پي ٧٨٦٤بيليارډ امريکايي ډالرو ته رسيده چې د نسبتأ بيې په حساب د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٦اعشاريه ٧ سلنه زياته وه. په دغه موده کې په چين کې د صنعتي چارو د پرمختګ بهير ثابت و او په لويې پيمانې د صنعتي توليد د زياتوالي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ سلنه زياته وه او د ذاتي پانګو د پانګونو د زياتوالي سرعت په ثابت ډول چټک شوی او د لګښت اندازه بر هم زياته شوه چې د هر تن په سر مصرفونکې اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٨اعشاريه ٤ زياته ده.

د دغو اقتصادی ارقامو په هکله شنګ لای يون وويل د روان کال په لومړيو دريو موسمونو کې د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ سره په عين وخت کې د کيفيت لوړوالي په حال کې هم دی. (اواز)

د اقتصاد عمومي حالت په عمده توګه د پرمختګ، ګمارنې، د پيسو پاړسوب او د نړيوالو عايداتو او مصارفو د مقصدونو له مخې ارزول شوی چې جي ډي پي ٦اعشاريه ٧ سلنه زياته شوې، سي پي ای ٢سلنه زياته شوې او د بی روزګاري انډول شاوخوا ٥ سلنه ده چې د اقتصاد د پرمختګ د کورنی منطق او نړيوالې خوا له لحاظه ښه جوړښت دی.

د شميرنې له مخې د روان کال په لومړيو دريو موسمونو کې د کورونو د ابادۍ په چارو کې د پانګونې انددازه ٧٤٥٩ بيليارډ او ٨٠٠ مليونه يوانو ته رسيده چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٥اعشاريه ٨سلنه زياته ده. د ابتدائی شميرنې له مخې په دغه موده کې د اقتصادی پرمختګ په ترڅ کې د کورونو د ابادۍ چارې ٨سلنه برخه نيسي.

د اقتصاد د ثابت پرمختګ په وخت کې شنګ لای يون وويل د چين اقتصاد لا هم د شکل د لوړتيا او د توان د بدلون په مهم پړاو کې دی او د اقتصاد پرمختګ په ترڅ کې د هېواد په دننه او بهر کې لاملونو يو بل ته اغيزې رسولي او ناثابت لاملونه يې زيات دي، نو د اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ بنسټ هم دومره ټينګ نه دی.

د روان کال په څلورم موسم کې د اقتصاد د پرمختګ سرعت په هکله د چين د اقتصاد د نړيوال تګ راتګ مرکز د څيړنې څانګې مشر شوی هونګ څای وويل (اواز)

زما د اټکل له مخې د روان کال په څلورم موسم کې به اقتصاد لا هم د ثابت پرمختګ حالت وساتي او امکان شته چې د پرمختګ سرعت لږ څه ورو شي. څرنګه چې په وروستې موده کې د چين په لومړيو لويو ښارونو کې د کورونو د بيو د لوړوالو تمايل ورو شوی، نو په څلورم موسم کې د اقتصادی پرمختګ سرعت لږ ورو شي، خو کومه داسې ستونزه نه شته چې په ټول کال کې د اقتصاد پرمختګ د ٦اعشاريه ٧سلنې اندازه وساتي.

شنګ لای يون په همدې ورځ مطبوعاتي غونډه کې د امريکايي ډالرو په نسبت د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت د ټيټوالي په هکله وويل په لنډه موده کې د ژن مين بي د تبادلوي ارزښت د نړيوال لامل تر اغيزې لاندی ټيټ شوی، خو په منځنی او اوږد راتلونکی کې به د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت د دواملرونکي ټيټوالي بنسټ نه شته. (اواز)

د چين د اقتصاد بنسټيز حالت ډېر ښه دی او د اقتصاد د پرمختګ ثابتوالي پياوړی شوی، د اقتصاد کورنی جوړښت غښتلی شوی، د اقتصاد کيفيت لوړ شوی چې دا د ژن مين بي يوانو د ثابتوالي ټينګ بنسټونه دي. د مالونو سوداګرۍ مثبت توازن لوی دی او د بهرنيو اسعارو د زيرمولو اندازه زياته ده، د ژن مين بي يوانو د نړيوال کېدو بهير به په نړۍ کې د يوانو د برابرولو او مصرفولو تر منځ اړيکې ښه والی کړي. برسيره پر دې په ايس دي ار کې د ژن مين بي يوانو ګډون له امله به اړوند هېوادونه د د ژن مين بي يوانو غوښتنې زياتې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای