CRI Online

م م د افغان پناه وړونکو مسئلې د سختېدو په نسبت اندېښنه څرګنده کړه.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-21 09:21:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م چارواکي د اکتوبر په شلمه نېټه وويل، چې په تېرو څو مياشتو کې د افغان پناه وړونکو حالات ترينګلی شوی، نو نړيواله ټولنه او افغان حکومت بايد ژر له پناه وړونکو سره لازمه مرسته وکړي.

د بې کوره کسانو د بشري حق مسئلې په اړه د م م ځانګړي څيړونکي چالوکا بياني چې اوس له کابل څخه په خپله ليدنه بوخت دی، په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، څرنګه چې په افغانستان کې شخړې ورځ تر بلې سختېږي، نو لا زيات وګړي د جګړو له امله بې کوره کېږي. زرګونه پناه وړونکي د بې وزلۍ په حال کې ژوند کوي. په ژمی کې به د دوی ژوند لا سخت شي، نو د اندېښنې وړ ځای دی چې دوی به د بشردوستۍ مرستې تر لاس کړي او که نه.

د م م د پناه وړونکو رياست او د مهاجرينو نړيوال سازمان څو ورځې مخکې د يوه راپور په خپرولو سره خبر ورکړ چې هره ورځ څه نا څه ۷۴۰۰ کډوال له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستنېږي. د اټکل له مخې، د ۲۰۱۷ کال د مارچ په منځنۍ لسيزه کې به له يو مليونو نه تر يو مليونه او پنځه لکو تنو پورې کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای