CRI Online

د توليدی انرژۍ په چارو کې د نړيوالې همکارۍ لومړی فورم تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2016-10-21 16:30:46

په بهر کې د چين د پانګونو په برخه کې د يوې مهمې صحنې په حيث د توليدی انرژۍ په چارو کې د نړيوالې همکارۍ لومړی فورم يعنی په بهر کې د چين د پانګونو په هکله د سلامشورو غونډه د اکتوبر په ٢٠مه نېټه په بيجينګ کې تر سره شوه. د دغې غونډې مضمون د توليدی انرژۍ په چارو کې د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره پرمختګ کول دي. د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او وينا يې وکړه.

د پانګونو په چارو کې نړيواله همکاري د نړيوال اقتصاد د پرمختګ مهم انجين دی او چين په نړيوالو پانګونو کې فعال ګډون کوونکی او خدمت کوونکی دی. د شميرنې له مخې په ٢٠١٥ کال کې په بهر کې د چين د مستقيمې پانګونې اندازه ١٤٥ بيليارډ او ٧٠٠ مليونه امريکايي ډالرو ته نژدې وه چې په نړۍ کې يې دويم مقام نيولې و. د ٢٠١٥ کال په پای کې په بهر کې د چين د مستقيمې پانګونې د زيرمې اندازه د لومړي ځل لپاره له زر بليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی و.

د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ په ياده غونډه کې وويل اوسمهال په بهر کې د چين د پانګونو په چارو کې طلايي وخت رسيدلی دی او د اټکل له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په بهر کې د چين د پانګونو عمومي اندازه له ٧٢٠ بيليارډ امريکايي ډالرو نه هم زيات وي. (اواز)

چين به د يوه اقتصادی کمربند او يوې لارې د ابادۍ تر لارښوونې چين ته د ننوتلو او بهر ته د تللو پر دواړو چارو ټينګار وکړي، د توليدی انرژۍ په چارو کې به د نړيوالې همکارۍ هڅونه وکړي، په لا لوړې کچې به د پرانېستي اقتصاد د پرمختګ، د يوې ډلې د نړيوالو تصديو د روزنې لپاره کوښښ وکړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به د ګډو ګټو د تر لاسه کولو پر بنسټ د همکارۍ چوکاټ جوړ کړي. موږ به په بهر کې د پانګونو کيفيت لوړ کړو، په دې چارو کې به له نورو هېوادونو سره د همکارۍ لارې نوښت وکړو، په بهر کې د پانګونو ميکانيزم او خدمتي ضمانت به بشپړ کړو او په دې چارو کې به د احتمالي خطرونو مخه ونيسو.

په وروستيو کلونو کې د توليدی انرژۍ په چارو کې د چين او نړۍ تر منځ همکارۍ ډېرې پياوړې شوې. چين په دې چارو کې د قزاقستان، کمبوديا او مصر په شمول له څه دپاسه ٢٠ پرمختيايي هېوادونو سره د ذات البيني همکارۍ ميکانيزم جوړ کړی، د فرانسي، المان او کاناډا په شمول له څو پرمختلليو هېوادونو سره د دريمې خوا د بازار له لارې د همکارۍ ميکانيزم جوړ کړي او د توليدي انرژۍ په ساحه کې يې څو اړخيزو او دوه اړخيزو همکارۍ صندوقونه جوړ کړي دي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې د منشي مرستيال نينګ جي جنګ وويل(اواز)

د توليدی انرژۍ په چارو کې د نړيوالې همکارۍ له لارې د چين هغې ښې توليدی انرژۍ چې توان يې غښتلی دی، بيه معقوله ده او د چاپيريال ساتنې تفوق لري او کافي پانګې به د ځينو پرمختيايي هېوادونو له بازارونو، کافي کاري قوي او سرچينو سره او يا د پرمختلليو هېوادونو له لوړې تکنالوژۍ او پيسو سره ګډ کړي تر څو ټولو ته ګټې ورسول شي. دا نړيوال اقتصاد ته د نوې فعالې قوې د برابرولو او د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته د نويو ننګونو د رسولو او د چين د اقتصادی پرمختګ د نويو فرصتونو د زياتوالي لپاره ګټور دی.

دغه غونډه هر کال د نړۍ د څه دپاسه ١٠٠ هېوادونو او سيمو زر ګونو تصدي جلبوي. په روان کال کې په چين کې د څو هېوادونو د سفارتونو مامورينو د خپل هېواد د پانګونو د ښو ساحو په هکله مالومات ورکړل. په چين کې د ايران د سفارت د سوداګريزو چارو اتاشه سيد اغازاده وويل (اواز)

په ايران کې کاني زيرمې او نفتو سرچينې ډېرې دي او د زياتو ډولونو کرهنيز توليدات چمتو او صادر کولی شي. دا ځل موږ د کانونو، صنعتي چارو، د اوبو سرچينو، بريښنايي قوې، روغتيايي چارو او سيلانۍ په شمول ځينې چارې چين ته معرفي کوو. هېله ده چې چين په دغو ساحو کې پانګونې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای