CRI Online

د چين د کمونيست ګوند د اته لسمې دورې مرکزي کمېټې شپږمه عمومي غونډه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-10-24 16:58:41

د چين د کمونيست ګون د اته لسمې دورې مرکزي کمېټې شپږمه عمومي غونډه د اکتوبر په ٢٤ مه نېټه په بېجينګ کې پيل شوه. په دغه غونډه کې به د ګوند د ادارې په اړه څېړنه وشي، د ګوند د سياسي ژوند اړوند اصول به وټاکل شي او د ګوند په منځ کې به د نظارت مقررات تعديل شي. د کارپوهانو په اند، په روانه غونډه کې به د کمونيست ګوند د استازيو له اته لسمې غونډې راهيسې د چين د کمونيست ګوند د خپلې جدي اداري تجربو ته کتنه وشي او د ميکانيزم له مخې به د فساد ضدمبارزې لاسته راوړنې لاټينګې شي .

د چين د کمونيست ګوند د استازيو له اته لسمې غونډې راهيسې د کمونيست ګوند د فساد ضد مبارزې په برخه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري. شي جين پينګ د دغې غونډې په پيل کې پدې اړه وويل:

(( د کمونيست ګوند ټول غړي بايد د فساد ضد مبارزې په تسلسل،پيچليتوب او سختوالي وپوهيږي او په ټينګ هوډ سره دې دغه مبارزه بشپړه کړي.))

د شي جين پينګ له لوړ او قوي اواز څخه د فساد ضد مبارزې په اړه د چين د کمونيست ګوند د روانې دورې مرکزي کمېټې ټينګ هوډ څرګنديږي.

((دا زما خپله غلطي ده چې نننیحالت ته رسيدلی يم، څه مې کړي دي....))

دغه توبه د چين د سه چوان ولايت د ګوندي منشي پخواني مرستيال لي چون چنګ وکړه. نوموړي د کمونيست ګوند د استازيو له اته لسمې غونډې وروسته لومړی محکوم شوی ولايتي مامور دی. له څلورو کلونو راهيسې د نوموړي په شان څه باندې ١٥٠ لوړ پوړي چارواکي د فساد له امله نيول شوي او کابو ٢٠٠٠٠٠ عام چارواکي په قانوني جزا محکوم شوي دي چې شمېر او کچه يې بې سارې ده. د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې ښوونځي پروفيسر، شه چون تاو پدې اړه وويل:

((د ګوند د ابادۍ خوصوصا د ګوند د ادارې او روڼوالي په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دا له ډېرو نظر پوښتنو څخه ښکاره شوې او د ډېرو خلکو لخوا منل شوې ده. دغه راز د نړيوالې ټولنې لخوا هم ستايل شوې ده. کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې په شپږمه عمومي غونډه کې به په خورا پاملرنې سره د ګوند د جامعې ادارې په مسئلې څېړنه وشي. ډاډ من يم چې په دې غونډه کې به هرومرو د کمونيست ګوند اړوندې ښې تجربې راغونډې شي، ترڅو د راتلونکو کارونو لپاره لارښوونه برابره شي.))

د ګوند د جامعې ادارې د پياوړتيا په بهير کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اړوند ميکانيزم او قوانينو پر تطبيق ټينګار کړی . په تېرو څلورو کلونو کې د چين د کمونيست ګوند د روڼوالي قانون، ديسپلين جزا قانون او د مسئوليت قانون اصلاح او خپاره شوي دي. په روانه غونډه کې به يوځل بيا اړوند ميکانيزم ته پام راواړول شي او پرې به بحثونه وشي. د بېجينګ پوهنتون د روڼوالي څېړنيز مرکز د رئيس مرستيال جوانګ ده شوي پدې اړه وويل:

((په دې غونډه کې به د کمونيست ګوند د سياسي ژوند څو اصول او د کمونيست ګوند د خپلمنځي نظارت مقررات وټاکل شي. دا پدې معنا ده چې د ګوند د ادارې په برخه کې به ترسره شوو عملياتو ته يو ميکانيزم جوړشي، دا نه يوازې زموږ لاسته راوړنې دي ، بلکې د ګوند راتلونکې ادارې ته به لاښه لارښوونه برابره شي.))

ښاغلي جوانګ ده شوي وويل، د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې په شپږمه عمومي غونډه کې به نوې غوښتنې وړاندې شي او دغه نوي نظرونه به د چين د راتلونکو اصلاحاتو، ورخلاصون، نوښت او پرمختګ لپاره مهمه لارښوونه وګرځي، دغه راز د هېواد د ابادۍ او ودې په تېره بيا د ملي ادارې د عصري کېدو لپاره به ډېره ګټوره وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای