CRI Online

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير: حکومتي ځواکونو په موصل کې د داعش ١٧جنګيالي وژلي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-25 09:09:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مفلوت څاوسګلو د اکتوبر په ٢٤ مه نېټه رسنيو ته وويل، چې له داعش نه د عراق شمالي ښارګوټي موصل د بېرته نيولو جګړې له پيل راهيسې د ترکيې حکومتي ځواکونو په دې ځای کې د داعش ١٧ جنګيالي وژلي دي.

نوموړي په همدې ورځ د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير سره يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د ترکيې هغو حکومتي ځواکونو چې د عراق په شمالي بشيقه کې ميشت دي په موصل کې د توپونو په بريدونو کې د داعش ١٧ اورپکي وژلي او څلور اف -١٦ جنګي الوتکې يې هم د داعش ضد ايتلاف په مشرۍ د موصل د بېرته نيولو جګړې ته وردانګلي دي. ترکيه پر داعش د بريدونو په څنګ کې به د عراق په شمالي سنجار سيمه کې پر کردي وسله والو بريدونه هم پياوړي کړي.

د ترکيې صدراعظم بينليم يلدريم په ٢٣ مه نېټه رسنيو ته وويل، چې ترکيه به د موصل د بېرته نيولو په ځمکنۍ جګړه کې ګډون ونه کړي او اوس د عراق د شمالي کردي خپلواکې سيمې له حکومت سره د عراق په شمال کې د يوې امنيتي سيمې په جوړولو بحث کوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای