CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير مرستيال :روسيه به د امريکا د بنديزونو په مقابل کې غېر برابر ځواب ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-25 09:32:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير مرستيال سرګي ريابکوف د اکتوبر په ٢٤ مه نېټه وويل، چې روسيې د امريکا د بنديزونو په مقابل کې يو لړ تدبيرونه طرحه کړي او ښايي پدې اړه غير برابر ځواب ورکړي.

د روسيې رسنيو خبر ورکړ چې ريابکوف په همدې ورځ د روسيې د مشرانو په جرګه کې د يوه رپوټ په ترڅ کې وويل، چې ډېر وخت کيږي چې امريکا پر روسيې بنديزونه لګولي، په دې موده کې روسيې د دغو بنديزونو د مقابلې په اړه څېړنه کړې او يولړ تدبيرونه يې طرحه کړي چې له مخې يې ښايي امريکا ته غير برابر ځواب ورکړي.

له دې وړاندې د امريکا د سپينې ماڼۍ يو مامور ويلی و چې امريکا اوس له خپلو اورپايي ملګرو هېوادونو سره په سوريه کې د روسيې له عملياتو سره د مقابلې او پر روسيې د نويو بنديزونو په اړه بحث کوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای