د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د روان کال له می څخه د چين د عامه امنيت ارګانونو د ٢٠١٦ کال د ګېدړې نيولو تر نوم لاندې عمليات تر سره کړی چې د اکتوبر تر ٢٠مې نېټې پورې ٦٣٤ تښتېدلی مجرمين په ٦٧ هېوادونو او سيمو کې نيول شوي دي.
دغه خبرې د عامه امنيت وزارت د اکتوبر په ٢٤مه نېټه په سو جو ښار کې د ٢٠١٦ کال د ګېدړې نيولو عملياتو د پرمخبيولو په غونډه کې وکړې.په غونډه کې د فساد پر ضد د مرکزي کميټې د هماهنګۍ ډلې غوښتنې او د مرکزي مشرانو په لارښوونکې روحيې خبرې وشوې او د ګېدړې نيولو عملياتو د تر سره کېدو کارونه په ښه توګه ترتيب شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |