د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د پاکستان د بلوچيستان په مرکز کوېټه کې د پوليسو يو روزنيز انسټيټوټ د اکتوبر د ٢٤مې نېټې په شپه له وسله والو بريد سره مخامخ شو چې له امله يې لږ تر لږه ٤٨ تنه وژل او ١٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بلوچيستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بوغتي وويل چې څه د پاسه ٢٠٠ تنه پوليس د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي دي.تر پېښې وروسته امنيتي ځواکونو دغه انسټيټوټ کلابند کړی او پر وسله والو کسانو يې بريدونه کړي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |