د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د بريټانيې صدراعظمې تريسا مې د اکتوبر په ٢٤ مه نېټه د سکاټلند، وېلز، شمالي ايرلند له لومړيو سکرترانو سره يوه غونډه جوړه کړه او په دغه غونډه کې يې له اروپايي ټولنې نه د بريتانيې د وتلو او نورو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل. د سکاټلند لومړي سکرتر نيکولا ستورجيون له غونډې وروسته وويل، چې که له اروپايي ټولنې نه د بريتانيې د وتلو پرضد د سکاټلنديانو ارادې ته پوره درناوی ونه شي، نو ښايي سکاټلند بيا پدې اړه د خپلواکۍ ټولپوښتنه ترسره کړي.
بريتانيې په تېره جون مياشت کې د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره له اروپايي ټولنې نه د وتلو پريکړه کړې وه، خو د سکاټلند ډېرو خلکو په دې ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې نه د بريتانيې د وتلو ضد رايې ورکړې وې.
تريسا مې د اکتوبر په ٢٤ مه نېټه د سکاټلند، وېلز او شمالي ايرلند خپلواکو سيمو له حکومتونو سره پدې موضوع د موافقې په موخه د دغو سيمو لومړي سکرتران غونډې ته رابللي وو. دا له دوو کلونو راهيسې د بريتانيې د صدراعظمې لومړی ځل دی چې د دغو دريو سيمو له لومړيو سکرترانو سره يې ګډې خبرې وکړې.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |