د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د هند په بمبيي کې حاجي علي مسجد د اکتوبر په ٢٤مه نېټه د هند سترې محکمې ته څرګنده کړه چې دغه مسجد ته به د ښځو پر ننوتلو بنديز لغوه کړي.
د روان کال په اګست کې د بمبيي محکمې حکم ورکړی و چې د حاجي علي مسجد ياد بنديز د ښځو په اړه تبعيض دی چې د هند له اساسي قانون څخه سرغړونه ده. د بمبيي محکمې له حاجي علي مسجد څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دغه بنديز لغوه کړي.د بېلا بېلو خواوو د کوښښونو له امله حاجي علي مسجد پرېکړه وکړه چې دغه بنديز لغوه کړي.
د هند په زيات شمېر مسجدونو کې ښځې يوازې په ځانګړو سيمو کې مسجدونو ته تللی او عبادت تر سره کولی شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |