د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د کورنيو چارو وزيرعبدال ريزا رحمني فزلي د اکتوبر په ٢٤ مه نېټه د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او د بحران اداري چارو د کمېټې له غړي کريستوس ستيليانيديس سره د کتنې په ترڅ کې هيله وښوده چې اروپايي ټولنه دې په ايران کې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو په برخه کې زياتې مرستې برابرې کړي.
نوموړي وويل، ايران په تېرو دېرشو کلونو کې کابو ٣٠٠٠٠٠٠ افغان کډوال ځای پر ځای کړي دي، خو په دې برخه کې ايران ته د نړيوالې ټولنې لخوا برابر شوې مرستې يوازې د عمومي لګښت٣٪ ونيوله. که نړيواله ټولنه پدې سيمه کې د کډوالو د ادارې په چارو کې تېروتنه وکړي، نو کډوال به اروپايي هېوادونو ته واوړي. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې ايران به د اروپا بلکان سيمې د سولې او امنيت ساتنې، د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوي او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته مرستې برابرې کړي.
ستيليانيديس له څو مليونو کډوالو سره د مرستې له کبله له ايرانه مننه څرګنده کړه او ويې ويل، چې هغه به پدې برخه کې د اروپايي ټولنې او ايران ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په موخه هڅې وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |