CRI Online

ايران له اروپايي ټولنې نه په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو په برخه کې د زياتو مرستو غوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-25 15:25:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د کورنيو چارو وزيرعبدل رضا رحماني فضلي د اکتوبر په ٢٤ مه نېټه د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او د بحران اداري چارو د کمېټې له غړي کريستوس ستيليانيديس سره د کتنې په ترڅ کې هيله وښوده چې اروپايي ټولنه دې په ايران کې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو په برخه کې زياتې مرستې برابرې کړي.

نوموړي وويل، ايران په تېرو دېرشو کلونو کې کابو ٣٠٠٠٠٠٠ افغان کډوال ځای پر ځای کړي دي، خو په دې برخه کې ايران ته د نړيوالې ټولنې لخوا برابرې شوې مرستې يوازې د عمومي لګښت٣٪ نيسي. که نړيواله ټولنه پدې سيمه کې د کډوالو د ادارې په چارو کې تېروتنه وکړي، نو کډوال به اروپايي هېوادونو ته واوړي. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې ايران به د اروپا بلکان سيمې د سولې او امنيت ساتنې، د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوي او د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره مرستې برابرې کړي.

ستيليانيديس له څو مليونو کډوالو سره د مرستې له کبله له ايرانه مننه څرګنده کړه او ويې ويل، چې هغه به پدې برخه کې د اروپايي ټولنې او ايران ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په موخه هڅې وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای