CRI Online

د چين او افريقا د خبري رسنيو سمينار په بېجينګ کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-25 15:58:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او افريقا د خبري رسنيو سمينار چې د چين د پانګونو په نامه مجلې لخوا د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين او ۲۸ افريقايي هېوادونو دېرشو خبريالانو، کارپوهانو او د تصديو خاوندانو په دغه سمينار کې د دواړو خواوو د خبري رسنيو ترمنځ د تګ راتګ پر پياوړتيا بحث وکړ.

د چين د ټولنې علمي اکاډمۍ د افريقا د څيړنې دفتر مديرې هه وين پينګ وويل، چې د چين او افريقا د خبري رسنيو ترمنځ د تګ راتګ صحنه په بنسټيزه توګه جوړه شوې ده او د خبري رسنيو د کارکوونکو ترمنځ د نظريو د تبادلې فرصتونه ګام په ګام زياتېږي. دواړه خواوې د نورو خواوو له څرګندونو نه پرته، پخپلو سترګو يو بل ګوري. د چين او افريقا خبري رسنۍ بايد د متقابلې تبادلې د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، سره يو ځای پر يو شمېر مسئلو بحث وکړي او د ليدو وړ مسئلو په باب ګډې مرکې وکړي، تر څو خبرونه د منلو وړ او باوري وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای